اپل ون کمپیوټر د ۶۵۰ زره ډالرو بدل کې وپلورل شو

Image caption ۱۹۷۶ کال د دغه کمپیوټر ارزښت یوازې ۶۵۰ ډالره وو.

هغه کمپیوټر چې اپل نومي کمپنۍ په ۱۹۷۶ کال کې جوړ کړی و، د ۶۵۰ زره ډالرو په بدل جرمني کې لیلام شو.

اپل ون نومي دغه کمپیوټر له هغو شپږو کمپیوټرونو څخه یو دی، چې اوس هم فعال حالت کې دی.

اپل ون هغو ۵۰ کمپیوټرونو کې هم شامل دی، چې د کمپنۍ څښتن سټیو جابز او ملګري یې سټیو وزنییک د جابز د پلارګنۍ د کور په ګېراج کې جوړ کړي وو.

۱۹۷۶کال د دغه کمپیوټر ارزښت یوازې ۶۵۰ ډالره وو. د جرمني په کولون ښار کې چې یوازې د وزنییک په لاسلیک درلودونکي مدربورډ مشتمل دی، یوه اسیايي وګړي تر لاسه کړی، چې نوم یې نه دی څرګند شوی.

تېر کال یو بل اپل ون فعال کمپیوټر د ۶۳۳ زره ډالرو په بدل کې وپلورل شو.

سټیو جابز او وزنییک ټولټال ۲۰۰ اپل ون کمپیوټرونه جوړ کړي وو، چې ۴۶ یې اوس هم نړۍ کې موجود دي. له دې کمپیوټرونو څخه شپږ داسې دي، چې اوس هم د فعالیت وړتیا لري.

ورته مطالب