هند: د یاغیانو برید کې ۲۳ سیاسي فعالان وژل شوي

Image caption مهندر کرما چهتیس ګړ ایالت کې د کانګریس ګوند یو مشر و او د نکسل یاغي ډلې مخالف کمپاین موسس بلل کېده.

د هندوستان په چتیس ګړ ایالت کې، چې له توندلارۍ سخت اغېزمن دی، چارواکي وايي ماویست یاغیانو په برید کې د کانګرس ګوند د یو شمېر ځايي مشرانو په شمول ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د یاغیانو برید کې وژل شویو کسانو کې پخوانی ایالتي لومړی وزیر انند کومار پټیل او د هغه زوی دنیش، د ایالتي اسمبلۍ غړي ادې مودلیار او ګوپي مادهواني هم شامل دي.

دغه برید د چتیس ګړ ایالت مرکزي ښار رای پور ته نژدې د کانګرس ګوند پر یوه ټاکنیزه قافله وشو. رپوټونو کې ویل شوي، چې تر سلو ډېرو وسله والو د کانګرس ګوند پر ځايي مشر مهندر کرما او د هغه پر ملګرو برید وکړ.

سیاسي فعالان یوه غونډه کې له ګډون وروسته کورونو ته پر لاره وو، چې د ګاډو کتار کې شامل یو ګاډی یې پر سړک کې خښ شوي ماین وربرابر شو او وروسته پرې له یوه بل لوري ډزې وشوې.

ځايي مقامات وايي سیمې ته یي پولیس ځواکونه لېږلي دي.

مهندر کرما چتیس ګړ ایالت کې د کانګرس ګوند یو مشر و او د نکسل یاغي ډلې مخالف کمپاین موسس بلل کېده. پر نوموړي له دې مخکې هم برید شوی.

Image caption یاغیانو لومړی ماین چوولی او بیا یې د ګاډو په کاروان د وسلو ډزې کړې دي.

د کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي دغه برید پر جمهوري ارزښتونو برید بللی. نوموړې د هند له لومړي وزیر منموهن سینګ سره یو ځای نن (یکشنبه مې۲۶) دغه ایالت ته سفر کوي. ایالتي لومړي وزیر رمن درې ورځنی ویر اعلان کړی.

چتیس ګړ کې د کانګرس ګوند مشر اجیت جوګي خبریالانو ته ویلي، دغه ایالت کې واکمن بي جي پي حکومت نه دی توانیدلی، چې د ماویست یاغیانو مخه ونیسي، ځکه باید ایالتي حکومت ګوښه شي.

چتیس ګړ کې اوسمهال بي جي پی ګوند واکمن دی او د سږ کال تر پایه به ټاکنې وشي. دغه ایالت د ماویست یاغیانو د خونړیو بریدونو شاهد دی او د پولیسو او یاغیانو تر منځ نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب