فېسبوک غولولی پاکستانی ماشوم وژغورل شو

فېسبوک غولولی پاکستانی ماشوم وژغورل شو
Image caption د پاکستان کراچۍ ښار کې د تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې یو ۱۳ کلن ماشوم وروسته تر هغو تښتول شوی، چې فېسبوک کې یوې جنايي ډلې غولولی و، خو بیا وروسته پولیسو ژغورلی دی.

پاکستاني پولیس وايي، تښتوونکو جنایتکارانو دغه ماشوم د فېسبوک له لارې په یوه لوبه کې پر ځان ورمات کړی و، چې بیا وروسته یې وتښتاوه.

تښتوونکو د ماشوم له پلاره د ۵۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو غوښتنه کوله، خو پولیسو یې دا مړۍ له خولې وایستله.

پاکستان کې د تښتونو پېښې تر ډېره د اورپکو او جنیاتکارانو له لوري ترسره کېږي.

خو د خواله د رسنیو له لارې دا ډول جرمي پېښه ډېره نادره ده.

لومړی جنایتکاران له دغه ماشوم سره څو میاشتې مخکې پر لیکه شوي او اړیکه یې ورسره نیولې ده.

ویل کېږي، چې دغه ماشوم د کراچۍ ښار د ګمرکونو د یوه چارواکي زوی دی.

پولیس وايي، د ګرځنده تیلې فون د اړیکو له لارې یې تښتوونکي تعقیب او موندلي دي دي.

د پولیسو په عملیاتو کې پنځه تښتوونکي وژل شوي، خو ماشوم روغ رمټ ژغورل شوی دی.

د ماشوم مور د نورو ماشومانو پلرونو ته سپارښتنه کړې ده، چې خپل ماشومان د خواله د رسنیو له کارولو راوګرځوي:

"ټولو پلرونو او میندو ته مې توصیه دا ده، چې خپل ماشومان هېڅکله هم پر فېسبوک له نورو کسانو سره ملګرتیا جوړولو ته پرېنږدي. د خدای لپاره، چې خپل ماشومان په دا ډول کړنو قرباني نه کړﺉ".

ورته مطالب