برتانیا سوري مخالفانو ته د وسلو استول غواړي

Image caption برتانیا او فرانسه د سوري مخالفانو لپاره د وسلو استول غواړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په برسلز کې د سوریې په اړه غونډه کوي.

په دغه غونډه کې به اروپايي مشران په دې وغږېږي چې پر سوریې باندې د وسلو د لېږد لګول شوی بندیز لرې کړي که نه.

دغه مشران به د یاد بندیز د لرې کولو په اړه بحث وکړي، چې له مخې یې دوی وکولای شي یاغیانو ته وسلې ولېږدوي.

اوسنی بندیز د روانې اونۍ په پای کې ختمېږي او برتانیا او فرانسه غواړي، چې بدلون په کې راولي، چې له لارې به یې دوی هغو ځواکونو ته وسلې ولېږدوي، چې دوی یې منځلاري مخالفین بولي.

امریکا هم د دوی د دغه دریځ ملاتړ کوي.

خو د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه سوریې ته د وسلو له استولو سره بشپړ مخالفت کوي او دا کار د دغې ټولنې د تګلارې خلاف بولي.

رفیف جویجاتي د سوریې د سیمه ییزې همغږۍ د شورا په نامه د مخالفې ډلې ویانده ده. نوموړې نیوزټوډی ته وویل، چې اروپايي ټولنه باید یو انتخاب وکړي:

'' موږ کولای شو، چې هېواد ته د سخت دریځو راننوتو ته اجازه ورکړو او د دوی او د دوی په فعالیتونو کې ونډه واخلو. او یا کولای شو، چې د اسد رژیم ته د خلکو د وژنې اجازه ورکړو''.

''بل انتخاب دا دی، چې سېکولر مخالفو جنګیالیو ته وسلې ورکړو او مرسته ورسره وکړو، چې په هېواد کې د واک په انډول کې بدلون راولي''.

برتانیا

برتانیا هغو "منځلارو" سوري مخالفانو ته د وسلو د لېږلو پلوي کوي، چې د بشارالاسد د نظام چپه کولو لپاره جنګېږي.

اټکل دی، چې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې پر دې موضوع د دوشنبې پر ورځ بحث کوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وېلیم هېچ به دا دلیل وايي، چې ګني "د سوري ټلوالې جنګیالیو ته د وسلو د بندیز لرې کولو جدي اړتیا ده".

اټکل دی، چې دغه بندیز د روانې میاشتې تر پایه ختم شي، او د بهرنیو چارو وزیران به د نورو اجرآتو په لټه کې شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر د برتانیا په ملاتړ د دغه بندیز لرې کول غواړي، چې ضمناً د امریکا متحده ایالتونو تایید هم لري.

خو د اروپايي اتحادیې ځینې نور هېوادونه سوریې ته د دا ډول وسلو له استولو سره بشپړ مخالفت لري.

ورته مطالب