"۱۰ زره کلدارې نه لرلو ۱۹ کاله زنداني کړم"

Image caption ویجې کوماري تر هغه په دولتي زندان کې بندي وه چې په همدې زندان کې یې زیږیدلی زوی لوی شو د ضمانت ۱۰ زره هندۍ کلدارې یې پرې کړې او خپله مور یې خوشې کړه.

په هندوستان کې یوه پنځوس کلنه ښځه ۱۹ کاله په بند کې له تېرولو وروسته په ضمانت خوشي شوه.

دغې ښځې نه شو کولای چې د ضمانت پیسې چې هغه مهال شاخوا ۱۸۰ ډالر کېدل پرې کړي ځکه یې ۱۹ کاله په بند کې تېر کړل.

خو اوس هغه ځکه خوشې شوې چې په همدې زندان کې د هغې زیږدلي زوی د ضمانت پیسې پرې کړې دي.

د هندوستان په شمال کې له کانپوره د بي بي سي خبریال سنجی موجمدار په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي:

ویجې کوماري په ۱۹۹۴ میلادي کال د قتل په جرم محکوم شوې وه خو هغې تل ټینګار کاوه چې بي ګناه ده.

د استناف محکمې په ضمانت د هغې د خوشي کولو حکم کړی و خو له هغې سره د ضمانت لپاره لس زره کلدارې چې شاخوا ۱۸۰ ډالر کېدل نه وې.

د هغې میړه ورته شا اړولې وه او بل چا هم ورسره مرسته نه کوله ځکه نو هغې ۱۹ کاله په بند کې تېر کړل او په دې توګه هغه هېره شوه.

ویجې کوماري وايي فکر یې کاوه چې په بند کې به مړه شي، ځکه چې ډېر سختې ورځې یې په کې تېرې کړې او هیچ چا یې پوښتنه نه کوله.

خو یوازنی کس چې د ویجې کوماري په فکر کې و د هغې زوی کنایه و.

کنایه په زندان کې وزیږېد او بیا څو خیریه ادارو ته د پالنې لپاره استول شو.

کنایه وايي کله چې به یې د خپل مور په اړه فکر کاوه په ژړا به شو چې ولې یې څوک پوښتنه نه کوي؟

کنایه اوس د جامو په یوې فابریکې کې کار کوي.

هغه د خپلې ګټې پیسې ټولې کړې وې او هغه وکیل ته ورکړي دي چې د ده د مور په خوشي کولو کې یې مرسته وکړه.

قاضي چې د ویجې کوماري کیسه یې واوریده هک حیران شو او نه یوازې یې د هغې د خوشي کولو حکم وکړ بلکې چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه چې دولتي زندانونه وپلټي او دا باوري چې د ویجې کوماري په څیر بل څوک په کې بندي نه وي.

ورته مطالب