"شین تر ټولو نرم رنګ دی" جایزه یووړه

Image caption دې فلم کې مخکښ رول ایډیل زیراکو پولس او لي سیډوکس لوبولی وو.

د دوو فرانسوي نجونو د مېنې پر کېسه جوړ شوي فلم ته د فرانسې د کن ښار په فیلم فېسټوال کې تر ټولو لوړه جاېزه ( پالکا ډې اور ) ورکړله شوه.

"شین تر ټولو نرم رنګ دی" نومي فلم د خپلو بې باکه جنسي منظرو له امله خورا ډېر شهرت موندلی و.

دې فلم کې مخکښ رول ایډیل زیراکو پولس او لي سیډوکس لوبولی.

دغه راز د هاليوډ تجربه کار فلمي ستوري بروس ډرن، په نبراسکا نومي فلم کې د غوره رول لوبولو له کبله جایزه تر لاسه کړه.

فرانسوۍ فلمي لوبغاړې بېرنس بیجو ته، چې د خاموش فلم "د ارټسټ" له کبله یې شهرت موندلی، "د پامسټ" نومي فلم کې د غوره رول لوبولو له کبله جایزه ورکړله شوه.

د یکشنبې په ورځ ۲۰ فلمونو څخه بریالیو هغو ته جایزې ورکړلې شوې.

د مکسیکو فلم هدایت کار امات ایسکلینتې ته د "هیلي" نومي فلم لپاره د غوره هدایت کار جایزه ورکړله شوه.

نوموړي دغه فلم کې د خپل هېواد د نشيه يي موادو اړوند جګړې په باب ډېر خونړی تصویر وړاندې کړی.

سږ کال امریکايی هدایتکار سټیون سپیلبرګ د منصفه پلاوي مشر و، چې د لایف اف پای، نومي فلم هدایتکار اینګ لي، اوسکر جایزه ګټونکې نکول کډمین او کرسټوف والټز یې مرستیالي کوله.

د منصفه پلاوي نور غړي فلم جوړونکی کیون لین رمزې، فرانسوۍ لوبغاړې ډینییل اوتیل، رومانوی هدایتکار کرسچن مونګوی، جاپانی هدایتکار ناومي کاواسي او هندۍ فلمي لوبغاړې ودیا بالن وو.

ورته مطالب