هندوستان کې سخته ګرمي، تر ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي

Image caption له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پلازمېنې ډیلي په شمول، د هریانه او پنجاب ایالتونو په ډېرو سیمو کې سخته ګرم موسم دوام لري.

د هند په جنوبي اندراپردېش ایالت او نورو سیمو کې د سختې ګرمۍ او تودو بادونو( بیک سټروک) له کبله له ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هند په شمالي ایالتونو کې، د تودوخې درجه پرله پسې ډول له معموله لوړه ده، چې له امله یې ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

خو تر ټولو ډېره ګرمي په سویلي ایالت اندرا پردېش کې ده، چې د ‌طبیعي پېښو پر مهال د مرستو ځايي ادارې چارواکو په وینا، دغه سیمه کې له ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د یادې ادارې چارواکي وايي، د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې د مې تر ۲۴ د تودو بادونو له کبله ۸۵ کسان مړه شوي وو، خو د تېرو دریو ورځو په اوږدو کې ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

د دوشنبې په ورځ اندراپردېش کې ‌طبیعي پېښو پر مهال د مرستو ادارې وویل، چې د مړو کسانو شمېر ۵۲۴ کسانو ته رسېدلی.

د دې ادارې په وینا د تېرو ۲۴ ساعتونو په مودې کې دغه ایالت کې د ګرمۍ له کبله ۲۵۰ کسان مړه شوي او د شنبې په ورځ ۹۰ کسان مړه شوي وو.

د هندوستان مشهورې ورځپاڼې انډین ایکسپریس لیکلي، چې غیر دولتي سرچینې د مړو شویو کسانو شمېر د ۷ او ۸ سوو کسانو تر منځ یادوي.

د اندراپردېش په ګنټور او کهتم سیمو کې سختې ګرمۍ ډېر خلک وژلي، چې په کې د هوا پېژندنې ادارو د تودوخې درجه له ۴۹ درجې هم پورته ثبت کړې ده.

Image caption رپوټونو کې ویل شوي، چې راجستان، پنجاب او یوپي سیمو کې سختې ګرمۍ لسګونه کسان وژل شوي دي.

د دې ادارو په رپوټونو کې ویل شوي، چې په تلنګانه او ساحلي اندرا سیمو کې به د راتلونکو څو ورځو په اوږدو کې موسمي حالت همداسې پاتې شي، ځکه له خلکو غوښتل شوي، چې غرمه او ماسپښین مهال له کورونو بهر ته د وتلو پر مهال احتیاط وکړي.

د شمالي هند اترپردېش ایالت ډېرو سیمو کې تاوده بادونه لګېږي. د راجستان په ګنګا نګر سیمه کې د تودوخې درجه له ۴۷ درجو لوړه ثبت شوې ده.

رپوټونو کې ویل شوي، چې راجستان، پنجاب او یوپي سیمو کې د سختې ګرمۍ له کبله لسګونه کسان مړه شوي دي.

د یو شمېر هندي رسنیو په رپوټونو کې د مړو شمېر له دې ډېر ښودل شوی.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پلازمېنې ډیلي په شمول، د هریانه او پنجاب ایالتونو په ډېرو سیمو کې سخته ګرم موسم دوام لري.

ورته مطالب