پر سوري مخالفانو د بندیزونو نرمولو هلې ځلې کېږي

Image caption ټاکل شوې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ د سوريې پروړاندې د اروپايي ټولنې لګېدليو بنديزونو نرمښت لپاره فشار راوړي.

ټاکل شوې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ د سوريې پروړاندې د اروپايي ټولنې لګېدليو بنديزونو نرمښت لپاره فشار راوړي، چې له مخې به يې د سوريې مخالفانو ته وسلې پرېښودل شي.

اټکل دی ښاغلی هېګ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزيرانو غونډې پر مهال دا بحث راپورته کړي، چې د بنديزونو اوسنی نظام چې د دې اوونۍ پای کې يې موده پوره کېږي، نور کار نه ورکوي. يو شمېر هېوادونه سوريې ته د وسلو لار پرانيستې بشپړ مخالفت کوي.

له بروکسل نه د بي بي سي خبريال ماتيو پرايس په خپل راپور کې وايي برتانيا پر سوريې د بنديزونو نرمولو تګلارې مشري کوي.

د اروپايي ټولنې هېڅ غړی هېواد هم اجازه نه لري چې سوريې ته مرګوني پوځي وسائل واستوي.

برتانيا غواړي دې دود کې بدلون راولي، چې له مخې به يې هغو خواوو ته وسلې لېږل کېدای شي، چې منځلاري مخالفان يې بولي. د ټولو خواوو هوکړه اړينه ده، خو يو شمېر هېوادونه يې مخالفت کوي.

يوې اتريشۍ سرچينې ويلي د جګړې سيمې ته د مرګونو وسلو استولو ته د زرغونې اشارې ورکړه به د اروپايي ټولنې تګلاره سرچپه کړي.

ډېر هېوادونه د دغه بنديز پورته کولو په اړه زړه نازړه دي. خو دا چې سوريه کې جګړه خپل دريم کال ته ننوتلې، برتانيا د دې دليل وايي چې د لوبې بدلون ته اړتيا ده او اوس يې امريکا هم ملاتړ کوي.

دا خبره په خپله په بروکسل کې بحث لا ګرموي، او د برتانيا دريځ لا درنوي. پر همدې مهال د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم بغداد ته د سفر پر مهال د خپل هېواد له پولې سره د سني جنګياليو پر وړاندې د عراق د جګړې ستاينه کړې.

ښاغلي معلم ويلي، دی د هغه څه پر وړاندې د عراق غبرګون په اړه خوښ دی چې د القاعدې غړيو پر ضد یې جګړه وبلله او ويې ويل دغه جنګيالي سوریه کې له جګړې سره تړلي دي.

عراق د شنبې پر ورځ له سوريې سره د اوږدې پولې پر خپله غاړه ستر پوځي عمليات پيل کړي، چې دوی هم ويلي د القاعدي جنګياليو پر وړاندې يې ترسره کوي.

ورته مطالب