د يورک جومات بلنې اسلام ضد احتجاج په خواله واړاوه

Image caption د بريتانيا اسلامي ټولنو مشران زيار باسي په خورا نرم او هوښيار چلن د دوی پر وړاندې د راپورته شوې غوسې او ترينګلتيا فضا کابو کړي.

د انګلستان شمال يورک کې د يوه جومات داسې چلن ستاينه شوې چې ترڅ کې يې د تاوتريخوالي حالت په دوستانه فضا اړولی دی.

يوه احتجاجي لاريون ته چې د (اي ډي اېل يا انګرېزانو دفاعي ليګ) پلويانو له لوري پر انټرنېټ بلنه ورکړل شوې، په ترڅ کې يې د يورک جومات پر وړاندې، د سېنټ جورج جنډه ولګول شوه.

خو جومات د لاريون برخه والو ته د چای او بسکټو بلنه ورکړه. کله چې د لاريون يو شمېر ګډونوال د جومات بلنه ومنله، د چای او بسکټو ناستې سره تاوتريخوالی ډېر ژر سوړ شو، او ورپسې يې د فوټبال لوبه هم وکړه.

د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې د لين سټېون له خولې چې دغه لاريون ته ورغلې وه ليکلي ګواکې دا جومات ته د ستونزو جوړولو لپاره نه وه ورغلې، بلکې ځکه، دا وايي چې "غواړو غږ پورته کړو، فکر کوم سپين پوستي بريتانويان چې هر ډول اندېښنې لري، داسې احساس کوي چې په ازاده خبرې نه شي کولی."

دې ګارډين ورځپاڼې ته خپلو خبرو کې زياته کړې "بدلون له اوږدو مودې راروان و، او د هغه څه په رڼا کې چې وولېچ کې سرتېري ته پېښ شوي، پر هغو خلکو بايد کړۍ راتنګه شي چې توندلاری چلن زده کوي، او دا بايد ودرېږي."

محمد الجوماتي چې په يورک پوهنتون کې استاذ دی وايي "د خبرو اترو شونتيا شته. ان (اي ډي اېل) چې نارې به يې وهلې، اوس خبرې کوي، او موږ ګورو چې په دې کې سره يوه خوله يوو، او منو چې د زورزياتي او توندلارۍ لار سمه نه ده."

اسماعيل ميا چې د يورک جومات مشر دی، وويل "د اسلام تر نامه لاندې بېلابېل سياستونه دي، ډيموکراټيک سياست، ښي اړخي، کيڼ اړخي، منځلاري او نور ټول. د يوه يا دوو کسانو په کړنو بايد بشپړه ټولنه په نښه نه شي."

ښاغلی ميا زياتوي "څه چې دوی په لندن کې کړي، د دوی خپلو دليلونو له مخې دي، خو له اسلامي نظره يې ترشا هېڅ دليل هم نه شته."

د لندن وولېچ پېښې چې دوه کساون په کې د يوه بريتانوي سرتېري په وژنه تورن دي، بريتانيا کې د مسلمانانو پر وړاندې ترينګلتيا زياته کړې ده.

د بريتانيا اسلامي ټولنو مشران زيار باسي په خورا نرم او هوښيار چلن د دوی پر وړاندې د راپورته شوې غوسې او ترينګلتيا فضا کابو کړي.

ورته مطالب