سوریه کې برتانوی ډاکټر وژل شوی

عیسی عبدالرحمن
Image caption عیسی عبدالرحمن د سوریې ادلب ښار په یوه روغتون کې وژل شوی.

د برتانیا یوې خیریه ټولنې ویلي، چې د سوریې په ادلب ښار کې پر یوه روغتون بمبار شوی، چې یو برتانوی ډاکټر په کې وژل شوی دی.

"لاس په لاس به سوریه ابادوو" خیریه ټولنې ویلي، چې ۲۶ کلن عیسی عبدالرحمن وروسته تر هغو ووژل شو، چې په ادلب ښار کې پر هغه روغتون بمبار وشو، چې ده کار په کې کاوه.

د دې ټولنې مشر فادي سحلول ویلي چې "ډاکټر عبدالرحمن" یو زړور سړی و، چې په وینا یې "د هغو زړورو کسانو مخکښ و، چې ده په ژوند کې ورسره کتلي دي".

سحلول ډاکټر عبدالرحمن یو نژدې ملګری بللی دی.

سحلول وايي، دوه کاله مخکې یې چې ډاکټر عبدالرحمن د لومړي ځل لپاره ولید، شرم او حیا په کې له ورایه ښکارېدل:

"په ترکیه او سوریه کې مو د اوږد مهال لپاره ګډ کار کړی. ټول د هغه د وژل کېدو په خبر خواشيني او غمجن شول".

"نوموړی په داسې یوه سپېڅلې دنده کې وژل شوی، چې ده به تل خوښوله".

دغې ټولنې د انټرنېټ پر خپلې وېبپاڼې د خیریه ټولنې په نامه د پیسو راغونډولو کمپاین پیل کړی، چې د ډاکټر عبدالرحمن تر وژل کېدا وروسته یې تر اوسه ۲۵ زره پاونډه راغونډ کړي دي.

دې ټولنې هوډ کړی، چې دغه پیسې د سوریې په حمص ښار کې د عبدالرحمن په نامه د یوه نوي روغتون پر جوړولو ولګوي.

ورته مطالب