بهارو پهول برساوو، د هندي سینما په زړه پورې سندره

Image caption دسندرو دغه لړۍ د ماهرینو یوه پلاوي ترتیب کړې وه.

د بي بي سي اسیايي شبکې اورېدونکو د هندي سندرغاړي محمد رفیع په غږ کې د هندي فلم "سورج" مشهوره سندره" بهارو پهول برساوو" د هندي سینما د تاریخ تر ټولو په زړه پورې سندره بللې ده.

د هندي سیمنا د سلمې کلېزې په مناسبت بي بي سي اسیايي شبکې خپلو اورېدونکو ته له ۱۹۴۰ تر ۲۰۱۰ پورې د جوړ شویو فلمونو د مشهورو سندرو یو نوملړ وړاندې کړ، چې اورېدونکو په کې د غوره سندرې لپاره رایې ورکړه.

دسندرو دغه لړۍ د ماهرینو یوه پلاوي ترتیب کړې وه.

د دې سندرې لپاره شاعر حسرت جې پوري او موسیقار شنکر جې کشن ته فلم فیر نومې جایزې ورکړل شوې وې. سندرغاړي محمد رفیع ته د دې سندرې لپاره جاېزه ورکړله شوې وه او دغه فلم د خپل وخت غوره فلم بلل شوی و.

یاد فلم په ۱۹۶۶ کال کې نندارې ته وړاندې شو او راجندر کومار او جنتي مالا په کې مهم رول لوبولی و.

د دې اعلان د ټومي سندو په یوه ځانګړې خپرونه کې وشو او په کې د اسیايي اورېدونکو د شبکې وړاندې کونکی او د هندي فلمونو وتلی کره کتونکی راجیو مسند هم شامل وو.

د اسیايي شبکې ایډیټور نیلابټ وايي" زموږ اورېدونکي د بالیووډ ډېر مینه وال دي او د سلو سندرو د انتخاب معانا د بالیووډ د هر څه په اړه د جشن په معانا دي."

دویم مقام د راجکپور د "اواره" فلم سندرې" اواره هو" خپل کړ. دغه فلم په ۱۹۵۱ کال نندارې ته وړاندې شو او دغه سندره ورته سندرغاړي مکېش ویلې وه. دریم مقام د "دل والي دلهنیا لې جاینګې" فلم سندرې "تجهې دیکها تو یه جانا صنم "ته ورکړل شو، چې لتا منګېشکر ویلې.

د اسیايي شبکې وړاندې کونکې نورین خان وايي"کله نا کله خو خلک یوازې د سندرې اورېدو لپاره د فلم لیدو ته ځي او د بالیووډ محبوبیت سندرې او موسیقي دي، چې د دې اصل دي."

ورته مطالب