سوري یاغیانو ته د وسلو پر ورکړې بندیز لرې شو

Image caption د بشارالاسد حکومت ضد بندیزونو ټولګه د جون په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، چې سوریې کې حکومت مخالفو یاغیانو ته د وسلو په باب لګیدلي بندیزونه تجدید نه کړي.

خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي"سوري یاغیانو ته د وسلې د لېږد سملاسي پرېکړه تر اوسه نه ده شوې او نور ټول بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي."

دغه پرېکړه برسلز کې له اوږدو خبرو وروسته وشوه. د بشارالاسد حکومت ضد بندیزونو ټولګه د جون په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

برتانیا او فرانسې د بشارالاسد حکومت هغو مخالفانو ته د وسلو ورکولو لړ کې هڅې کړې، چې دوی یې منځ لاري بولي.

د دوی په باور دې سره به د سوریې حکومت اړ شی، چې د دوه کلن بحران د ختمولو لپاره سیاسي حل ته غاړه کېږدي.

ولیم هیګ برسلز غونډه کې د هوکړې هرکلی وکړ، ویې ویل:

" اروپا ته په کار ده، چې بشار الاسد ته یو څرګند پیغام ولېږي، چې "هغه" باید له مخالفانو سره جدي مذاکارت وکړي او که داسې نه کوي، نو بیا ټولې لارې پرانیستې دي."

خو نور هېوادونه له دې سره مخالفت کوی، دوی وايي، دې سره به یوازې د تشدد لاره خلاصه شي، چې وار له مخه په کې ۸۰ زره سوریایانو ژوند له لاسه ورکړی.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې کاترین اشټن په خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل" غړی هېوادونه به له اوسه دې پړاو کې د ممنوع مهماتو او وسلو لېږد نه پیلوي."

د نوموړې په وینا، اروپايي اتحادیه به د اګست میاشتې تر لومړۍ نېټې سوریې کې د کړکېچ پای ته رسېدلو لړ کې د نویو پرمختګونو رڼا کې، د حالاتو په اړه غور وکړي، چې په کې د سولې راوستو لپاره د روسیې پرمختګ شامل دی.

د اوسنیو بندیزونو لپاره اړینه وه، چې د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یوه ګډې پرېکړې ته ورسیږي.

اروپايي اتحادیې دغه بندیزونه د ۲۰۱۱ کال په مې کې د سوریې پر حکومت او مخالفانو یې لګولي وو.

خو د سږ کال په فبروري کې د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې وه، چې غړو هېوادونو ته "د ملکي خلکو د ژغورنې" لپاره باید د زیان نه اړونکو وسایلو د ورکړي صلاحیت ورکړل شي.

دې باب څرګندونه شوې وه" اورپايي اتحادیه د سوریې حکومت مخالفان د سوریې د خلکو رښتیني استازي بولي. "

ورته مطالب