د سومالیا "شباب" د امریکا څارګره الوتکه راغورځولې

Image caption تر اوسه د افریقا- امریکا د پوځي عملیاتو مشرۍ دغه خبر نه دی تایید کړی.

په سومالیا کې د "الشباب" اسلامپالې ډلې ویلي، چې جنګیالیو یې د هېواد په کوزه برخه شابیل سیمه کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.

دغې ډلې پر خپلې ټویټر وېبپاڼې ویلي، چې دغه څارګره الوتکه د هغه ښار په څنګ کې راغورځول شوې، چې دوی پرې ولکه لري.

خو رویټرز خبري اژانس د سومالیا د یوه ولایت د والي په حواله ویلي، چې "الشباب" ډلې دغه الوتکه ویشتلې ده.

د امریکا متحده ایالتونه د سومالیايي او افریقايي ځواکونو د ملاتړ په موخه د الشباب ډلې پرضد له بې پیلوټه الوتکو کار اخلي.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګان) سومالیا کې د یوې الوتکې د رالوېدو خبر تایید کړی، خو دا یې رد کړې، چې ګني د الشباب جنګیالیو د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.

خو د سومالیا پلازمېنې موګادیشو سوېل کې د بولو ماریر ښار اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې یوه کوچنۍ رالوېدلې الوتکه یې لیدلې، خو دا یې نه دي ویلي، چې ایا دا هماغه بې پیلوټه الوتکه ده او که کومه بله یوه.

د شابیل والي عبدالقادر محمد نور رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسلامپالو وسله والو پر هغې الوتکې برید کړی، چې د بولو ماریر ښار پر اسمان د چورلېدو په حال کې وه.

دی وايي چې "د الشباب ډلې ډز پر ځای لګېدلی او الوتکه یې راغورځولې ده".

د "الشباب" پر خپلې ټویټر وېبپاڼې د راغورځول شوې الوتکې انځورونه هم خپاره کړي دي.

ورته مطالب