د لاسونو، پښو او خولې ناروغیو لومړنی واکسین

Image caption د څېړونکو په وینا د ماشومانو په لا سونو، پښو او خولو کې میکروبونه زياتې ناروغۍ رامنځ ته کوي.

په لومړي ځل چينايي ساینس پوهانو داسې يوه واکسين ته وده ورکړې چې په ماشومانو کې د لاسونو، پښو او د خولې د نارروغۍ مخه نيسي.

التهاب يا د ميکروب اخیستل د بخار د را ختو او د وجود د يوې برخې د پړسېدو او سوځيدو سبب گرځي. په ځينو مواردو کې بيا د مغز التهاب يا ميکروبي کېدل ان د مرگ سبب ګرځي.

د ساینس معتبرې مجلې لانست د رپورټ لا مخې دغه واکسين په لس زرو ماشومانو ته د يوه ويروس پر ضد چې د يادو ناروغيو سبب گرځي ورکړل شوی چې ٩٠ سلنه اغيزمن تمام شوى دی.

د څېړونکو په وینا د ماشومانو په لا سونو، پښو او خولو کې میکروبونه زياتې ناروغۍ رامنځ ته کوي.

په ٢٠٠٩ کال کې په چين کې د يوه ميلیون نه زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي وو چې له امله یې ١٤ زره تنه له راز راز ناروغيو سره مخ شول او ٣٥٣ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چين ژيانگ ايالت کې ساینس پوهانو يو واکسين چې له غير فعالو شويو ويرسونو EV71 نه جوړ شوى و په انسانانو تطبيق کړ.

د دغو واکسينونو دوه يې يو شمېر هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې د شپږو او ٣٥ مياشتو ترمنځ وو ورکړل شول.

دغه واکسين په ماشومانو کې د خولي، لاسونو او پښو د ميکروبي کېدو او زخمونو مخه تر ٩٠ سلنې پورې نيولې ده.

د EV71 په ويرس ککړېدل زيات خطرناک دي ان دغه ويروس يا د ميکروبونه دغه گروپ په ماشومانو کې د مرگ سبب هم گرځي.

د ميلبرن پوهتنون دوه ډاکترانو دا یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله.

ورته مطالب