د الیکترونیکي سګريټ پر څکلو د بندیز وړاندیز شوی

Image caption د اټکل له مخې اوس فرانسه کې تر یو میلیون پورې کسان الیکترونکي سګریټ کاروي.

فرانسې کې روغتیايي کارپوهانو وړاندیز کړی چې په عامه ځایونو کې دې الیکترونیکي سګریټ څکولو باندې هم بندیز ولګول شي.

د حکومت له خوا ګومارل شوې یوه کمیټه وايي که څه هم الیکترونکي سګریټ له تمباکو څکلو څخه ښه دي، خو بیا هم کولای شي چې د خلکو روغتیا ته ګواښ پېښ کړي، ځکه چې له دې سره به نور کسان هم سګریټ څکلو ته هڅېږي، په ځانګړې توګه تنکي ځوانان.

رپوټونه وايي چې د الیکترونکي سګریټو پر اعلانونو هم د بندیز لګولو وړاندیز شوی دی.

د اټکل له مخې اوس په فرانسه کې تر یو میلیون پورې کسان الیکترونکي سګریټ کاروي.

ورته مطالب