سوري یاغیانو پر اپوزېسیون اییتلاف نیوکې وکړې

Image caption دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې له هغو ګډو هڅو سره هممهاله مخې ته راځي، چې غواړي جون میاشت کې د سوریې په باب یو کنفرانس جوړ کړي.

سوریه کې په جګړه بوختو یاغیانو له هېواده بهر پر بشارالاسد حکومت ضد اییتلاف سختې نیوکې کړې.

په یوه اعلامیه کې چې" سوریه کې د انقلابي غورځنګ" له لوري خپره شوې، پر اپوزېسیون اییتلاف له انقلابه دفاع کولو کې د پاتې راتلو تورونه پورې شوي.

اعلامیه کې ویل شوي، اییتلاف نه دی توانیدلی، چې د سوري انقلاب استازیتوب وکړي.

دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې له هغو ګډو هڅو سره هممهاله مخې ته راځي، چې غواړي جون میاشت کې د سوریې په باب یو کنفرانس جوړ کړي.

بل لور ته ملګري ملتونه د چهارشنبې په ورځ جینوا کې د سوریې په باب یوه بېړنۍ غونډه کوي.

سوریې کې د یاغیانو څلورو فعالو ډلو ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د شته اختلافونو له کبله د سوري اپوزېسیون اییتلاف نه دی توانیدلی، چې خپل مسوولیت تر سره کړي.

د سوري اپوزېسیون په هغه غونډه کې، چې ترکیې کې تر سره شوه، جون کنفرانس کې د استازیتوب پر سر څرګند اختلاف او بیلتون تر سترګو شو.

اعلامیه زیاتوي دغه منفي رویه د دې سبب شوه، چې ملي ګټو ته له پامه پرته د سیمه ییزو او نړیوالو لوريو پراخې لاسوهنې ته لار هواره شي.

دغه اعلامیه کې، چې" د سوریې د انقلابي غورځنګ" په نوم خپره شوې، غوښتنه شوې، چې باید د اییتلاف د مشرتابه لږ تر لږه نیمايي غړي له "انقلابي ځواکونو" تشکیل شي.

بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د روسیې او امریکا له لوري له سوري حکومت سره د خبرو لپاره له غوښتنې وروسته، د سوري اپوزېسیون تر منځ د اختلافونو لړ کې تر اوسه دا تر ټولو څرګنده نښه ده.

ورته مطالب