د م م بشري حقونو شورا سوریې په باب غونډه کوي

Image caption د بشري حقونو شورا غړي هېوادونه پر داسې یوه پرېکړه لیک غور کوي، چې القصیر ښار کې د بهرنیو وسله والو شتون غندي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا به چې په ژنیو کې جرګه شوې، د سوريې په اړه بېړنۍ خبرې اترې وکړي.

د شورا غړي هېوادونه پر داسې یوه پرېکړه لیک غور کوي، چې د القصیر په ښارګوټي کې د بهرنیو جنګیالو شته والی غندي او په داسې حال کې را مخ ته کېږي چې د دغه ښارګوټي پر شاوخوا جګړه په ستختېدو ده.

په همدې ترڅ کې د سولې د خبرو لپاره د یوې نېټې د ټاکلو لپاره نړیوالې هڅې په سوریه کې مخالفو وسله والو ته د وسلو پر ورکړې د بندیز د لرې کولو په اړه د اروپايي اتحاديې د پرېکړې پرسر د رامنځ ته شویو اختلافونو له امله له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د روسیې پلان چې د سوریې د حکومت ملاتړ ته د الوتکو ضد توغندي استوي او پر دې خبرې د یاغي ډلو نه جوړېدلو چې څوک دې په کنفرانس کې د هغوی استازیتوب وکړي هم ستونزې رامنځ ته کړې دي.

زموږ خبریاله اېما جېن فوکس له ژنیو نه په خپل ريپوټ کې وايي:

که یو شی وي چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا یې نن د ترلاسه کولو هيله لري، هغه د قصیر پر شاوخوا د جګړې درېدل دي.

ویل کېږي چې زرګونه ولسي وګړي په دغه ځای کې ایسار پاتې دي. د ملګرو متلو د بشري حقونو کمېشنرې ناوې پېلې ګواښنه کړې چې تاوتریخوالی وېروونکې کچې ته رسېدلی دی او د غړو هېوادو مخې ته په اېښودل شوي پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتو مرستندویه ادارې دې سمدلاسه پرېښودل شي چې جګړه ځپلو ته ورورسېږي.

خو په پرېکړه لیک کې په قصیر کې د بهرنیو جنګیالو غندنې او دې خبرې چې د پرېکړه لیک د مسودې په چمتو کوونکو کې یو د قطر هېواد دی، یو ځل بیا د سوریې پر سر ژور اختلافونه څرګندوي. بهرني جنګیالي د لبنان حزب الله جنګیالي دي چې د سوريې د حکومت ملاتړ کوي.

په همدې ترڅ کې د قطر په اړه ډېر په دې باور دي چې د مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي، چې په هغو کې هم ځېنې بهرنیان شته دي.

د بشري حقونو د شورا د پرېکړو پلي کولو ته له قانوني پلوه څوک اړ نه دي، یوازې د ملګرو ملتو د امنیت شورا کولی شي د بندیزونو د لګولو یا د سوله ساتو د استولو حکم وکړي او دا دوه اوس هم د پخوا په شان ډېر لرې ښکاري.

د سولې د خبرو د تنظیموولو له هڅو سره سره، نړیواله ټولنه نه شي کولای پر دې سره جوړ شي چې د سوريې جګړه څنګه پای ته ورسوي. ډېر اوس وېریږي چې دا جګړه به ګاونډیو هېوادو ته هم ورخپره شي.

ورته مطالب