بشار الاسد:د اسراییلي هوايي برید ځواب به ورکړو

Image caption بشار الاسد داهم وويل، چې سوريه ښايي له روسيې څخه د هوايي دفاع د پرمختللي سيستم لومړى رسد ترلاسه.

سوري ولسمشر بشارالاسد له يوه لبناني ټلويزيون سره د مرکې پر مهال اسراييلو ته خبردارى ورکړ، چې هر هوايي گوزار ته به يي ځواب ورکړي. هغه وويل د خلکو له لوري سخت فشار دى چې د جولان په غونډيو کې د اسراييلو پرضد دويمه جبهه پرانيستله شي.

ښاغلي اسد لبنان کې حزب الله پورې تړلي ټلويزيوني چينل، د خبريالې د دې پوښتنې په ځوا ب کې چې د اسراييلو احتمالي هوايي گوزارونو ته به څه ډول ځواب ورکول کېږي، وويل چې سوريه ښايي له روسيې څخه د هوايي دفاع د پرمختللي سيستم لومړى رسد ترلاسه کړي.

خو ښاغلي اسد په دې اړه څه ونه ويل چې آيا مسکو وار دمخه دوى ته هوايي ضد سيستم سپارلى اوکه نه.

خو پوځي کارپوهان وايي سوريې ته د ايس -٣٠٠ توغندي رسد رسيدلى دى. دا له ځمکې څخه هواته پرمختللي توغندي دي چې کولای شي الوتکې په نښه کړي او بالستيکي توغندي له منځه يوسي.

اسراييلو خبردارى ورکړى چې دغو روسي توغنديو ته د يوه امنيتي گواښ په سترگه وگوري.

اسراييلو تراوسه پورې درې ځلي پرسوريې هوايي گوزارونه کړي او لبنان کې يې د حزب الله جنگياليو ته د پرمختللو توغنديو رسد مخه مخه نيولې ده.

د سوريې حکومتي توپونه د جولان په غونډيو کې د اسراييلو پر پوځي مورچو لگيدلي، خو دا نه ده څرگنده چې د توپونو گولۍ د ياغيانو د نښه کولو پرمهال اسراييلي مورچو کې پريوتې او که څنگه. خو اسراييلو يې په متقابلو ډزو سره ځواب ورکړى.

سوريه او اسراييل له ١٩٤٨ کال راهېسي د جگړې په حالت کي دي او وروستيو کلونو کې يې پولې په پرتله ييز ډول ارامې وي.

اسراييلو ته دغه خبردارى داسې مهال ورکړل شوی، چې آخوا د سوريې د القصير په مهم ستراتيژيک ښار کې يو ډاکتر وايي تر۶۰۰ ډېر ژوبل کسان د ياغيانو تر ولکي لاندې کليو کې ايسار پاتې دي چې هېڅ ډول روغتيايي مرستې ته لاسرسى نه لري. یوه ډاکتر بي بي سي ته وويل چې ډېر خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او درې څلور ورځي انتظار باسي، چې د څښاک اوبه ترلاسه کړي.

ورته مطالب