ټپي تورن جوهر څارنایف پر پښو ودرېد

Image caption جوهر څارنایف پولیسو سره ډزو کې ټپي شوی و.

د متحده ایالتونو بوسټن ښار کې د بمي چاودنو د ټپي تورن کس جوهر څارنایف مور ویلي، زوی یې په پښو درېدلی.

له ایسوشیټیډ خبري اژانس سره خبرو کې د نوموړي مور زبیده څارنایف ویلي، زوی یې ورته ټلیفون کې ویلي، چې دی او وژل شوی ورور یې بې ګناه دي.

جوهر څارنایف پولیسو سره ډزو کې ټپي شوی و او اوس د زندان روغتون کې بستري دی.

هغه بریدونه چې تېره میاشت بوسټن ښار کې وشول، درې کسان په کې وژل شوي وو او ۲۶۰ ټپیان شوي وو.

اې پي خبري اژانس سره خبرو کې مېرمن څارنایف ویلي، چې له نیول کېدو وروسته یې ورسره زوی لومړی ځل د ټلیفون له لارې خرې کړې.

جوهر هغې ته ویلي، روغتیا یې په ښه کېدو ده، خو ورته ګرانه ده، وپوهیږي، چې څه ورته پېښ شوي.

د جوهر مور وايي:

" خپل احساسات یې کنترول نه کړل، لکه په چیغو چې له ټولې نړۍ پوښتنه کوي، دا څه دي، دا څه کېږي؟

زه پوهیږم، چې هغه له موږ سره شوې بې عدالتي د لیونتوب لور ته راکاږي او هغوی زموږ بې ګناه تیمورلن وواژه. "

څارنایف کورنۍ پرله پسې ادعا کوي، چې دواړو وروڼو په هغو بمي بریدونو کې لاس نه درلود، چې د اپریل په ۱۵ بوسټن کې د اوږدې ځغاست لوبې د پای په شیبو کې وشول.

څارنایف کورنۍ د روسیې د چیچنیا اوسېدونکي دي.

د جوهر پلار انزور څارنایف له اې پي سره د د اغستان له یوه اپارتمانه خبرې کړې. د نوموړي په وینا دغه اپارتمان یې ځکه رانیولی، چې تیمورلن او کورنۍ یې د داغستان پلازمېنې ماخاچکالا ته ورشي.

"زه یوازې دعا کولای شم، چې یوه ورځ عدالت بریالی شي او زموږ له بچو دا تور لرې شي او جوهر بیا موږ ته راکړل شي، چې معلول شوی، خو لږ تر لږه ژوندی دی."

ورته مطالب