د سعودي سفیر وژنې دسیسه ګر په بند محکوم شو

Image caption ۵۸کلن منصور ارباب سير ايران کې زېږېدلى امريکايي تبع دى.

نيويارک کې يوې محکمې يوه سړي ته د امريکا د متحد ه ايالتونو لپاره د سعودي د سفير د وژلو په دسيسه کې د ونډې له کبله د بند ۲۵ کاله سزا ورکړې ده. ايران کې زېږيدلى امريکايي تبع منصور ارباب سيرد ترهگرۍ د دسېسې په گډون، د ده په وړاندې پر لگول شويو تورنو اعتراف کړى.

۵۸ کلن منصور ارباب سير ايران کې زېږېدلى امريکايي تبعه دى چې تکزاس کې يې د دويم لاس موټرو د پېر او پلورکاروبارکاوه. هغه تېرکال د نيويارک يوې محکمې ته وويل، د امريکا د متحده ايالتونو لپاره د سعودي عرب د سفير وژلو په دسيسه کې ايراني پوځي چارواکي ښکيل وو، هغه ادعا چې تهران په کلکه رد کړې ده.

پلان د او چې د واشنگټن په يوه رستورانټ کې د چاودېدونکو توکيو ځاى په ځاى کولو سره د سعودي سفير ووژل شي.

٢٠١١کال کې ارباب سير څو ځلي مکسيکو ته سفر وکړ چې د وژنې پلان جوړولو هڅه وکړي. خو د نشه يي موادو له يوه مکسيکويي قاچاقبرسره چې د امريکا د متحده ايالتونو يو جاسوس و، د اړيکو ټينگولو په پايله کې ارباب سير ونيول شو .

د دسېسې د جوړولو او وژنې د تورنو له منلو وروسته د څارنولانو هڅه دا وه، چې هغه ته سخته سزا ورکړي. خو مدافع وکيل يې په دې د سزا کمولو غوښتنه وکړه چې ويل يې ارباب سير له سختې دماغي ناروغۍ څخه کړېږي.

ورته مطالب