"مظاهرې بس کړﺉ، د پارک رغونې پلان به پرمخ لاړ شي"

Image caption د لومړي وزیر رجب طیب اردګان د پلان مخالفان وايي، دغه پارک د ستانبول ښار له لږ پاتې شنو سیمو څخه یوه ده.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردګان د لاریون د چټک پای ته رسولو غږ کړی دی او وايي د پارک د جوړولو پرمختیايي کار پلان به چې د لاریونونو لامل شو، پرمخ لاړ شي.

ښاغلي اردګان دا هم ویلي، د هغو څرګندونو په اړه به څېړنې وشي چې ویل کېږي پولیسو د لاریون کوونکو پر ضد له حده زیات زور کارولی دی.

نا ارامي څلور ورځې مخکې، په یوه سوداګریز مرکز د پارک د بدلولو د پلان په اعتراض کې له سوله ییز لاریونه پیل شوه او لویو ښارونو ته وغځېده.

۴۰ زره کسان له اسیايي خوا د باسفورس له پله تېر شوي، چې د اروپايي برخې په تاکسیم ډګر کې له لاریون کوونکو سره یو ځای شي.

د ترکیې په مهم او لوی ښار استانبول کې د تاکسیم په ډګر کې د یوه پارک پر ځای د ستر پلورنځي د جوړولو پر ضد لاریونونه پراخېږي.

د جمعې په ورځ تر سلو ډېر کسان هغه مهال ټپیان شول چې پولیسو د لاریون کوونکو په شا تمبولو لپاره اوښلن ګاز او اوبشیندي وکارول.

د شنبې په ورځ هم تلویزیوني تصویرونه ښيي چې د لاریون کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره اوښلن غاز کارول کېږي.

پلونه د موټر پر مخ تړل شوي او عامه ټرانسپورت هم په ټپه درېدلی دی.

استانبول ګورنر(والي) ویلي د جمعې د ورځې له نښتو وروسته، چې د شنبې په شپه یې دوام درلود، لسګونه ټپي کسان روغتون ته وړل شوی او نژدې ۶۰ کسان نیول شوي دي.

بل لور ته انقره کې احتجاج کونکو د یووالي په نوم لاریون وکړ. د لاریون ګډونوالو شعارونه ورکول"هرځای کې مقاومت دی، هرځای تاکسیم دی"

د امریکا متحده ایالتو دې احتجاجونو سره د تعامل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بښنې نړیوال سازمان امنسټې انټرنېشنل د پولیس تکتیکونو غندنه کړې.

د لومړي وزیر رجب طیب اردګان د پلان مخالفانو په وینا، دغه پارک د ستانبول ښار له لږ پاتې شنو سیمو څخه یوه ده.

خبریالان وايي دغه احتجاجونه د ترکیې په ځوان کول کې د حکومت او واکمن توسعه او عدالت ګوند د هغه څه پر وړاندې ناخوښي څرګندوی، چې دوی ورته د اسلام پالنې خپرولو په نظر ګوري.

تېره اونۍ د ترکیې پارلمان د شپې له خوا د شرابو په پلور او اعلان بندیز ولګاوه. د لومړي وزیر رجب طیب اردګان اې کې ګوند په سیاسي اسلام کې خپلې جرړې لري، خو نوموړی وايي د ترکیې سیکولر نظام ته وفادار دی.

ښاغلی اردګان له ۲۰۰۲ راهیسې ترکیې کې واکمن دی، خو هېواد کې یې یو شمېر کسان شکایت کوي، چې حکومت یې استبدادي دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې استانبول کې د اړودوړ ضد پولیسو او هغو لسګونو زرو کسانو تر منځ اخ وډب پېښ شو، چې غوښتل یې د مې ورځې په مناسبت لاریون وکړي.

ورته مطالب