اوباما:له افغانستانه د عسکرو پر وتلو بحث کېږي

Image caption ولسمشر اوباما له خپل ټيم سره په دې اړه په سلا مشورو بوخت دىچې څومره امریکايي عسکر افغانستان کې پاتې شي. د سپېنې ماڼې ويانده لوراکاس

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي، ناټو به راتلونکى کال يوه ځانگړې سر مشريزه جوړه کړې چې له افغانستانه د خپلو وروستيو جگړييزو ځواکونو پر ايستلو بحث وکړي.

د ناټو له سر منشي اندرېس فو راسموسين سره ترکتنې وروسته ښاغلي اوباما د هغه څه په اړه چې په افغان جگړه کې يې وروستى فصل وباله دغه اعلان وکړ.

د جگړييزو ځواکونو له وتلو وروسته به دامريکا او ناټو يو کوچنى ځواک په افغانستان کې پاتې شي چې د افغان پوځيانو روزنه او ملاتړ وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا په مشرۍ افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پخواني قوماندان متقاعد جنرا ل جان آلن ويلي، دامريکا متحده ايالتونه بايد دا په ډاگه کړي چې له ٢٠١٤ کال وروسته څومره ځواکونه په افغانستان کې ساتي.

جنرال آلن دغه خبره واشنگتن کې د امريکا د امنيت په اړه په يوه نوي مرکز کې دوينا پرمهال وکړه.

دغه مرکز د افغانستان په اړه يو رپوټ خپور کړى او په هغه کې يې خبردارى ورکړى، چې که د امريکا متحده ايالتونه او ناټو متحدين يې د ٢٠١٤ کال له ډسمبر څخه د مخه افغانستان پرېږدي او يا له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي، نود تېرې څه باندې يوې لسېزې برياوې به په اوبو لاهو شي.

د رپوټ ليکوونکو چې يو په کې جان آلن دى له اوباما غوښتي چې له ٢٠١٤کال وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور څرنگوالى او د خپلو عسکروشمېر اعلان کړي.

د سپېنې ماڼې وياندې لوراکاس وويل، ولسمشر اوباما له خپل ټيم سره په دې اړه په سلا مشورو بوخت دى او تراوسه پورې په دې اړه پرېکړه نه ده شوې چې څومره امريکايي عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي.

رپوټ وايي، افغانانو ته بايد داهم وويل شي چې که نړيواله ټولنه پر دې باوري شي چې د ٢٠١٤ کال ټاکنې به له درغيلو سره ملې وي، نو نړيواله ټولنه به له افغانستان سره د خپلو مرستو په برخه کې ټکنۍ شي.

ورته مطالب