وسله والو د نیجر پر لوی زندان برید کړی

لوېديځ افریقا کې د جهاد او توحید د اسلامپالې ډلې غړي
Image caption موجاو له القاعدې شبکې سره تړلې هغه سخت دریځه اسلامپاله ډله ده، چې په اسلامي مغرب کې له ۲۰۱۱ راهیسې فعالیت کوي.

د افریقا د لوېديځ نیجر پلازمېنې نیامي پر لوی زندان په وسلو سمبالو کسانو برید کړی، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې، تر اوسه لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

باور دا دی چې بريد په زندان کې دننه هغه مهال پيل شوی چې بنديانو غوښتل وتښتي، او وسله والو له بهره پر هغو ساتونکو ډزې کړي چې د محبس له دروازې سره ولاړ وو.

درې هغه بنديان چې د ترهګرۍ له تورونو سره مخامخ وو، نيول شوي دي.

دغه بريد له هغو همغږو ځانمرګو بريدونو يوه اوونۍ وروسته کېږي چې په پوځي چوڼيو او د يورانيمو په يوه کان وشول او په پايله کې يې تر ۲۰ ډېر کسان ووژل.

داسې اټکل دی، چې دغه برید د "توحید او جهاد حرکت" سخت دریځې اسلامپالې ډلې کړی وي، خو دې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

نوموړې ډله د افریقا په لوېديځ کې فعالیت لري.

رپوټونه وايي، ځینې برید کوونکي د زندان پر امنیتي دېوالونو ور اوښتي دي.

مختار بلمختار

خو د "په وینه لاسلیلکوونکې ډله"، چې له القاعدې شبکې سره نژدې اړیکي لري، مشر مختار بلمختار ویلي وو، چې تېر بریدونه د دوی جنګیالیو له توحید او جهاد ډلې سره په همغږۍ کړي دي.

د "په وینه لاسلیلکوونکې ډله" دا هم ویلي چې نیجر کې یې دا بریدونه په مالي کې د فرانسې د پوځي مداخلې په غبرګون کړې، چې په وینا یې په دې مداخلې سره له مالي د اسلامپالو ټغر ورټول شوی دی.

عیني شاهدان وايي، په وسلو سمبالو کسانو پر سیمه ییز وخت درې بجې مازیګر دغه برید کړی دی.

زندان ته څېرمه د ایل یای په نامه یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې "موږ ناست وو چې وسله والو د زندان پر ساتونکو ډزې وکړې، یو شمېر ساتونکي مې ولیدل، چې پر ځمکه ولوېدل".

Image caption لوېديځ افریقا کې د جهاد او توحید د اسلامپالې ډلې غړي د برید مسؤول ګنل شوي.

خو چارواکو بي بي سي ته ویليو چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه بندي له یوه ساتونکي وسله واخیسته او پر درېیو نورو ساتونکو او یوه ولسي وګړي یې ډزې وکړې او ویې وژل.

اټکل دی، چې دغه برید کوونکی بندي د سودان د "د توحید او جهاد ډلې" غړی دی.

بیا وروسته، نورو وسله والو پر زندان برید کړی، او ورننوتي دي.

پولیسو زندان ته ټولې غځېدلې لارې تړلې دي، او ان د ژغورنې موټرو ته هم د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د امنیت یوه چارواکي سلیمان ماګاګاي، چې په سیمه کې د برید پرمهال موجود و، ویلي چې د نایجریا د بوکو حرام اسلامپالې ډلې ځینې عناصر هم په دغه زندان کې بندیان وو.

ورته مطالب