د ویکیلیکس قضیې تورن پوځي محاکمې سره مخامخ دی

Image caption د یادونې ده، جې ټوله نړۍ کې د برېډلې مېننګ پلویان په دې باور دي، چې دغه اسناد افشا کول د وجدان غوښتنه ده.

د امریکا په تاریخ کې د پټو اسنادو افشا کولو تر ټولو لوی تور په لړ کې بندي امریکايی پوځي برېډلې مېننګ له پوځي محاکمې (کورټ مارشل) سره مخامخ دی.

برېډلې مېننګ منلې، چې عراق کې یې د استخباراتي متخصص په توګه د دندې پر مهال (۲۰۱۰- ۲۰۰۹) یې ویکیلکس ته د زرګونو په شمېر د عراق او افغان جګړو اړوند محرم دیپلوماتیک او نور اسناد او رپوټونه او دوې ویډیو ګانې ورکړي.

نوموړي پر ځان لګېدلو ۲۲ تورونو څخه د ۱۰ اعتراف کړی،خو نوموړی د هغه تور له منلو انکار کړی، چې ګواکې د امریکا د دښمن سره یې مرسته کړې.

که پر نوموړي لګیدلي تورونه ثابت شي، کېدای شي په ۱۵۴ کاله بند محکوم شي.

برېډلې مېننګ هغه مهال (۲۰۱۰) ونیول شو، چې عراق کې په دنده بوخت و. نوموړي ویلي وو، چې ځکه یې ویکیلیکس ته محرم اسناد ورکړل، چې د امریکا د پوځي او بهرنۍ پالیسي په اړه بحثونه پیل شي، او دا چې ده داسې نه انګېرله چې امریکا ته به د دې اسنادو له افشا کېدو له کبله زیان ورسېږي.

خو د حکومتي وکیلانو په وینا د دې اسنادو له افشا څخه د امریکا خوندیتوب ته زیان واوښت او د امریکایانو ژوند ته خطر متوجه شو.

تمه کېږي، چې د دې قضیې د د څېړنې پر مهال به محکمه له لسګونو شاهدانو پوښتنې وکړي.

د بند پر مهال له نوموړي سره د بلد چلند له امله یوه قاضي ویلي، هغه ته که هر څوکره سزا ورکوله کېږي، له همدې امله به ورڅخه ۱۱۲ ورځې سزا کمه شي. د برېډلې مېننګ مدافع وکیل ډېوډ کومبز په فورټ مېنډې کې د نوموړي له راټولو شویو پلوي کسانو مننه وکړه.

د یادونې ده، جې ټوله نړۍ کې د برېډلې مېننګ پلویان په دې باور دي، چې دغه اسناد افشا کول د وجدان غوښتنه ده.

ډېر کسان نوموړي ته د یوه اتل په سترګه ګوري او فکر کوي، چې هغه له جنګي جرمونو پرده پورته کړه او د عرب پسرلي هغه تحریک په متحرک کولو کې یې مرسته وکړه، چې د جمهوريت لپاره پیل شو.

ورته مطالب