د باليووډ جیا خان مړی موندل شوی

جیا خان
Image caption خان په نیویارک کې زیږېدلې خو مخکې له دې چې په بالیووډ کې د سینمايي فعالیت لپاره ممبۍ ته ولاړه شي، په لندن کې لویه شوې ده.

د هندي سینما د وتلې لوبغاړې جیا خان مړی د ممبۍ ښار په هغه فلاټ کې موندل شوی، چې نوموړې په کې اوسېده.

هندي پولیس وايي، د هغې د وژل کېدا په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نه شته، خو وايي چې د نوموړې له ګاونډیانو یې د معلوماتو راغونډولو پلټنه پیل کړې ده.

۲۵ کلنه جیا خان له امیتاب بچن، عامر خان او اکشي کومار لوبغاړو سره په سینمايي فلمونو کې لوبېدلې ده.

خان په نیویارک کې زیږېدلې خو مخکې له دې چې په بالیووډ کې د سینمايي فعالیت لپاره ممبۍ ته ولاړه شي، په لندن کې لویه شوې ده.

د هغې مړینه شاید د فلمونو د تولید پر فعالیت ناوړه اغېز وکړي.

د جیا خان یوې ملګرې او لوبغاړې دیا میرزا پر خپلې ټویټر وېبپاڼې ویلي، چې ریپ نفیسه (جیا) خان. ته ډېره ځوانه او ډېره ښکلې وې.... "

Image caption جیا خان پر خپله ټویټر پاڼه وروستۍ پیغام د تېرې مې پر څلورویشتمه خپور کړی.

امیتاب بچن هم پر خپل ټویټر پاڼې د هغې د مرګ په اړه لیکلي چې "څه...!!!! جیا خان؟ څه وشول؟ ایا دا خبره سمه ده، د باور نه ده!! "

د جیا خان وروستۍ فلم په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال راووت، چې په یوه کورني کومیډي فلم کې یې کار کړی و.

جیا خان پر خپله ټویټر وېبپاڼه ځان یوه هنرمنده، شاعره، سندرغاړه، موسیقي غږوونکې، او هغه څوک معرفي کړی، چې خوبونه ویني.

پر ټویټر د هغې وروستۍ پیغام د تېرې مې پر ۲۴ مه خپور شوی دی.

ورته مطالب