''سوریه کې کیمیاوي وسلې کارول شوې''

راپور د ۲۰۱۳ د جنورۍ له ۱۵ د مې تر ۱۵ پورې موده تر پوښښ لاندې راوستې دي.
Image caption د جګړې دواړې غاړې وايي، د کیمیاوي وسلو په بریدونو کې یې ځواکونه قرباني شوي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې شوې پلټونکې جرګه ګۍ پخپل راپور کې ویلي "داسې رپوټونه شته" چې په سوریه کې د جګړې دواړو ښکېلو غاړو کیمیاوي وسلې کارولې دي.

څېړنې ښيي چې څلور ځله حکومتي ځواکونو او یو ځل هم مخالفو وسله والو کیمیاوي وسلې کارولې دي، خو د بڼې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

راپور د پېښو قربانیانو، روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو د څرګندو پر بنسټ جوړ شوی دی.

دغه راپور لاندې پېښې یادې کړې دي:

  • حلب ته څېرمه د تېر مارچ پر ۱۹ مه د خان العسل پېښه
  • دمشق ته څېرمه په العتیبه کې د تېر مارچ ۱۹ پېښه
  • د حلب الشیخ مقصود کلي کې د تېر اپرېل ۱۳ پېښه
  • سراقب ښار کې د اپرېل ۲۹ پېښه

کارپوهانو دا راپور د جنورۍ له ۱۵ پیل او د تېرې مې پر ۱۵ پورې موده تر پوښښ لاندې نیولې، چې په وینا یې"ځینې نورې پېښې هم د څېړنې په حال کې دي".

د بي بي سي خبریال وايي، راپور د سوریې وضعیت د بربریت پر لور ښویېدونکی ښودلی، داسې چې هلته د زورزیاتي پېښې یو عادي غوندې کار ګڼل کېږي، او ان په ځینو جرمونو کې ماشومان هم د زور له لارې ګډون کولو ته اړ کېږي.

"پلان شوي بریدونه"

د ملګرو ملتونو دغې خپلواکې څېړونکې جرګه ګۍ، چې د بشري حقونو د شورا په ملاتړ کار کوي، سوریې ته د تلو په اړه له دمشقه موافقه نه ده ترلاسه کړې.

دغه جرګه ګۍ له لومړي سره د ټول وژنو د ۳۰ پېښو په اړه څېړنه کوي، چې ۱۷ پېښې د تېرې جنورۍ له ۱۵ راپدېخوا رامنځ ته شوې دي.

د کارلا دیل پونتي په نامه د سویس یوه قاضۍ، چې د دغې جرګه ګۍ غړې هم ده ویلي چې "ډېر ځلې له تاوتریخوالو او جرمني اعمالو سره مخامخه شوې یم، په تېره بیا ربړول مې پخپلو سترګو کتلي. ځینې نور کارونه هم شته، لکه جګړو کې له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستل، چې ډېره کله د مرګ او ځورونې خوا ته کش کېږي".

Image caption راپور د ۲۰۱۳ د جنورۍ له ۱۵ د مې تر ۱۵ پورې موده تر پوښښ لاندې راوستې دي.

د سوریې د کړکېچ له پیل راهیسې په جګړو کې لږترلږه ۸۶ په وسلو سمبال ګومارل شوي ماشومان وژل شوي، چې نیمايي یې له تېرې جنورۍ راهیسې وژل شوي.

څېړونکو پخپل راپور کې د سوریې پوځ د جرمونو، ربړونو، تښتونو او نورو ناانساني کړنو اصلي لامل ګڼلی.

د څېړونکې جرګه ګۍ مشر پاولو بنییرو ویلي "ځینې دغه جرمي اعمال د عامو بریدونو او د ولسي وګړو پرضد د پلان شویو بریدونو پرمهال شوي".

ملګرو ملتونو پخپل دې تازه راپور کې د سوري نظام وسله وال مخالفین هم د جنګي جرمونو مجرمین بللي، چې وايي دغو ډلو له قضا پرته خلک اعدام کړي، ربړولي، او ان د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

خو وايي، د دغو ډلو له لوري د جرم کړنې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو له انساني ضد جرمونو سره نه شي پرتله کېدای.

نړیواله ټولنه هڅه کوي، چې په سوریه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې لپاره زمینه برابره کړي، خو د دغو خبرو لپاره دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

ورته مطالب