واشنګټن اردن ته ایف ۱۶ الوتکې او پاټریوټ توغندي لېږي

پاټریوټ
Image caption څرګنده ده، چې پاټریوټ توغندي د سکاډ توغندیو یو ډول دی، چې لنډ واټن ویشتلی شي، خو د هر راز هوايي خطر دفاع کولای شي.

د امریکا د مرکزي قوماندې یوه ویاند ویلي چې "پرېکړه وشوه، چې اردن ته د دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره الوتکې او توغندي واستول شي".

امریکايي چارواکو دا نه دي ویلي، چې اردن ته به څومره ایف ۱۶ جنګي الوتکې او پاټریوټ توغندي استوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبرداری ورکړی، چې شاید سوریه ټوټې-ټوټې شي.

اټکل دی، چې ملګري ملتونه ډېر ژر په سوریه کې د بشري حقونو د سرغړو په اړه یو تازه راپور خپور کړي.

د ملګرو ملتونو په دغه پنځم خپرېدونکي راپور کې شاید سوریه کې د بشري حقونو ضد کړنو او جنګي جرمونو د افشا کولو معلومات هم افشا شي.

دا معلومات وروسته تر هغه په ډاګه شوي، چې په ژنیو کې د سوري کړکېچ د هواري او ټیکاو راتلو لپاره نړیوالې ديپلوماتیکې هڅې ډېرېدونکې دي.

ګواښ

د امریکا متحدو ایالتونو وړاندې د ترکیې دفاعي سیستم ته هم پاټریوټ توغندي استولي، خو د شمالي اتلانتیک تړون "ناټو" د سوریې پر پوله د پاټریوټ توغندیو توکي ځای پرځای کړي دي.

د توغنديو د ځای پرځای کولو خبر وروسته تر هغه راغی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په وینا د سوریې واکمن نظام له حزب الله ډلې پرمختللي توغندي ترلاسه کړي دي.

داسې ګنګوسې هم شته، چې ګني اردن ته د امریکايي ایف ۱۶ جنګي الوتکو او پاټریوټ توغندیو استول سوریه کې د امریکايي مداخلې لپاره د لارې هوارول دي.

وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو نژدې ۲۰۰ امریکايي پوځيان په سوریه کې د پوځي عملیاتو د چمتووالي لپاره اردن ته استولي وو، چې تر ډېره یې هدف سوریه کې د اټومي وسلو ملاتړ او ساتنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې جین بساکي ویلي، اردن ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو او پاټریوټ توغندیو د استولو رسمي پرېکړه نه ده شوې.

هغې دا هم ویلي، چې ځینې دغه وسلې به اردن ته د سوریې د ناامنیو د څپې راتلو د مخنیوي په خاظر د اردني پوځ د پیاوړتیا لپاره اردن کې پرېښودلې شي.

څرګنده ده، چې پاټریوټ توغندي د سکاډ توغندیو یو ډول دی، چې لنډ واټن ویشتلی شي، خو د هر راز هوايي خطر دفاع کولای شي.

ورته مطالب