شمالي کوریا اتومي ریکټر فعالولو ته نژدې کړی

Image caption د اپریل میاشت کې، چې کوریا ټاپو وزمه کې تاو تریخوالی په ډېرېدو شو، شمالي کوریا اعلان کړی و، چې دغه ریکټر به بیا به فعال کړي.

د یوه امریکايي فکري مرکز (تهینک ټینک) په وینا شمالي کوریا د یونګ بیونګ اټومي ریکټر په بیا رغونه کې پرمختګ کړی. د تهینک ټینک په وینا د دغه ریکټر بشپړتیا به له یوې تر دوو میاشتو وخت ونیسي.

خو دا معلومه نه ده، چې د دغه ریکټر د فعالولو لپاره به د انرژي راډونه تر لاسه شي او که نه.

د اپریل میاشت کې، چې کوریا ټاپو وزمه کې تاو تریخوالی په ډېرېدو شو، شمالي کوریا اعلان کړی و، چې دغه ریکټر به بیا فعال کړي.

دغه ریکټر د ۲۰۰۷ کال پر مهال د خوړو په بدل کې د وسلو کمولو د هوکړې له مخې تړل شوی وو.

هغه مینار نړل شوی و، چې د دغه ریکټر د یخ ساتلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده.

خو ووروسته د وسلو کمولو هوکړه کې ځنډ رامنځ ته شو.

د دغه ریکټرد بيا فعالولو پرېکړه فبروري کې له دریمې اتومې ازموینې وروسته وشوه، چې له امله یې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا بندیزونه ولګول. دغه رپوټ د ۳۸ نارت ویب پاڼې له لارې ورکړل شوی، چې د امریکا په جانز هاپکنز پوهنتون کې د امریکا کوریا انسټیټیوټ برخه ده.

رپوټ کې ویل شوي، چې اوسني سټلایټ تصویرونه ښيي، شمالي کوریا د ریکټر فعالولو لپاره د کولنګ سیسټم د ترمیم چارې نژدې بشپړې کړې دي.

ړنګ شوی کولنګ ټاور بېرته نه دی رغول شوی، خو د هغه په ځای، یو بل سیسټم کارول شوی دی. له دې سره سره د کارول شویو سون موادو پر یوه مرکز هم کار دوام لري.

رپوټ کې ویل شوي، چې دغه ځای کې د ودانیزو کارونو لپاره کاریدونکي سامان انپارونه پراته دي او له دې سره له ریکټر نه د اوبو ایستلو لپاره د یوه لښتی په جوړولو کار کېږي.

رپوټ کې ویل شوي، چې ریکټر به د فعال کېدو لپاره له دوو تر دریو میاشتو وخت ونیسي.

خو تر اوسه ریکټر ته د تازه سون موادو لپاره د راډونو ورکول څرګند نه دي. دا هغه مهم پړاو دی، چې د ریکټر د فعالولو لپاره پرې تکیه کېږي.

له فعال کېدو وروسته به دغه ریکټر وتوانیږي، چې د یوه کال په اوږدو کې شپږ کیلو ګرامه پلوټونیم تولید کړي، چې په اټومي وسلې جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

شمالي کوریا له ۲۰۰۶ راهیسې اټومي ازموېنې کوي. فبروري کې له تازه اتومي ازموینو وروسته، شمالي کوریا د امریکا او د هغې سیمه ییزو ګټو ته ګواښونه کړي وو او د یونګ بیون د بیا فعالېدو هوډ یې څرګند کړی و.

دې سره دغه هېواد له جنوبي کوریا سره سوداګریز او رسمي اړیکي پرې کړي وو.

ورته مطالب