سوري ځواکونو ستراتیژیک ښار القصیر بیرته ونیو

Image caption د سوريې حکومتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه جګړه کې یو لوی شمېر یاغیان وژل شوي او ډېر نور یې تسلیم شوي دي.

د سوريې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د بشارالاسد حکومت پلوي ځواکونو د ستراتیژیک ښار القصیر بشپړ کنترول تر لاسه کړی دی.

دغه ښار کې چې د لبنان پولې ته څېرمه موقعیت لري، تر دوو اونیو پورې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جګړې دوام وکړ.

دغه جګړه کې د لبنان حزب الله ډلې جنګیالو د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کاوه.

د سوريې حکومتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه جګړه کې یو لوی شمېر یاغیان وژل شوي او ډېر نور یې تسلیم شوي دي.

خو د یاغیانو په وینا دوی له یوه پراخ بریده مخکې له ښاره پر شا شوي دي. له دې مخکې د سوري یاغیانو قوماندانانو، بي بي سي ته ویېلي و، چمتو دي، په ګاونډي لبنان کې د حزب الله د وسله والو پر ضد وجنګېږي، چې په سوریه کې د ولسمشر اسد په ملاتړ جګړه کې برخه اخلي.

د سوریې د خپلواک پوځ په نامه د حکومت مخالفې ډلې قوماندان سلیم ادریس وايي، د حزب الله زرګونه جنګیالي اوسمهال د سوریې په ښارونو او ښارګوټو کې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.

نوموړی وايي، که د لبنان حکومت د دې کار مخه و نه نیسي، د سوریې یاغیان به په دې اړه ګام پورته کولو ته اړ شي.

په یوه اعلامیه کې چې رویترز خبري اژانس یې هم یوه برخه نقل کړې، یاغیانو ویلي" د حزب الله جنګیالو د پراخې لاسوهنې او د پوځي مهماتو لږ والي له کبله د دوی یو شمېر ملګرو له ښاره د ملکي کسانو او د دوی د ملګرو د وتلو لپاره د خوندیتوب په موخه وروسته پاتې شول"

سوریه کې د بشري حقونو یوه څارونکې ډله، چې مرکز یې په برتانیا کې دی، وايي د حکومتي ځواکونو له درنې بمبارۍ وروسته، چې شپې مهال پیل شوه او سهار پای ته ورسېده، سهار مهال حزب الله جنګیالي وتوانیدل، پر ښار یرغل وکړي.

القصیر د لبنان پولې ته یوازې ۱۰ کیلومتره لېرې د اکمالاتي لارو پر سر پروت ښار دی.

تر دوو اونیو ډېر وخت کېږي، چې د سوریې حکومتي ځواکونو د لبنان د توند لارې ډلې حزب الله په ملاتړ د دغه ښار د نیولو لپاره له سوري یاغیانو سره په جګړه بوخت وو.

ورته مطالب