د برتانيا شهزاده فيلېپ روغتون ته لېږدول شوی

فيلېپ
Image caption د لندن د روغتون يوه وياند وويل، ښاغلى فيلېپ له ښې روحېې څخه برخمن دى.

د برتانيا د ملکې الېزابيت مېړه شهزاده فيلېپ د تشخيصونکي عملياتو لپاره روغتون ته وړل شوى دى. د عملياتو موخه داده چې په گېډه کې يې د شته ستونزې دليل څرگند شي.

د گېډې د څېرلو دغه عمليات به د بدن په عمومي بې هوښۍ سره د لندن په يوه روغتون کې ترسره شي.

د لندن د روغتون يوه وياند وويل، ښاغلى فيلېپ له ښې روحېې څخه برخمن دى.

وياند دارنگه وويل چې شهزاده فيلېپ د کومې بيړنۍ اړتيا له مخې روغتون ته نه دى لېږدول شوى، بلکې دا د هغه د ډاکترانو پريکړه وه چې د تېرې اوونۍ له ازموينو او کتنو وروسته د گېډې تشخيصونکي عمليات ترسره کړي.

د عملياتو څخه دمخه د پوليسو ساتونکي افسران د روغتون په شاوخوا کې ځاى په ځاى شوي دي .

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون په ټوېټر کې ليکلي دي: " شهزاه فيلېپ ته چې شپه يې په روغتون کې ده، تر ټولې ښې هيلې اوپيرزوينې وړاندې کوي."

شهزاده فيلېپ به د دوشنبې په ورځ ۹۲ کلن شي او اټکل کېږي چې دوه اوونۍ په روغتون کې تېرې کړي.

هغه د خپل عمر په ټوله موده کې له ښې روغتيا څخه خوند اخېستى، خو په تيرو اتلسو مياشتو کې دا يې څلورم ځل دى چې روغتونه وړل کېږي.

شهزاده فيلېپ دارنگه د زړه اومثانې له ستونزې هم کړېږي.

په پام کې وه چې شهزاده فيلېپ په لندن کې د بي بي سي د نوي مرکز په پرانسيتلو کې د ملکې ملگرتيا وکړي، خو اوس به ملکه اليزابت يوازې دغه کار کوي.

ورته مطالب