احتجاج کوونکو بيا د ترکيې لومړى وزير ننګولی

Image caption ښاغلي اردوغان د شمالي افريقا سفر لنډ کړی چې هيواد ته ستون شي

په زرگونه احتجاج کوونکي د شمالي افريقا له سفر نه د ترکيې د لومړي وزير رجب طيب ارودوغان د راستنېدو په درشل کې د استانبول ښار د تقسيم په ډگر کې راټول شوي دي.

احتجاج کوونکو د بيرغونو په رپولو سره شعارونه ورکول او له دندې يې د لومړي وزير د استعفی غوښتنه کوله.

دغه احتجاج کوونکي وروسته له هغه د تقسيم په ډگر کې راټول شول چې ښاغلي اردوغان وويل، حکومت به يې له څو ورځنېو سترو احتجاجونو سره سره استانبول کې د يوه پارک د رغونې له پلان سره پرمخ ولاړ شي.

هغه چې په تونس کې خبرې کولې وويل، توندلاري له حکومتي ضد لاريونونو څخه چې تېره اوونۍ د چاپيريال ساتنې تر نامه پيل شول ناوړه گټه پورته کوي:

"ښکاره ده چې په دې برخه کې بد نيتونه شته دي. د چاپيريال ساتنې په موخه به موږ دغه پروژه پلي کوو. ځکه چاپيريال يوازې د ونو مانا نه ورکوي، بلکي تاريخ، کلتور او ټول دا څيزونه د هغه بشپړونکي دي. خو د چاپيريال لپاره احتجاج داسې نه وي چې لارې خرابې شي، ډبرې وارې شي، ځايونو ته اور ورته کړل شي او د بس تم ځايونه ونړول شي."

ښاغلي اردوغان زياته کړه، په لومړي ځل چې کله د دغو پرمختيايي پروژو وړانديز وشو، نو حکومت مخالفو ورسره کوم مخالفت نه درلود.

ښاغلي اردوغان شمالي افريقا کې خپل سفر لنډ کړ چې هيواد ته ستون شي.

يوه اونۍ دمخه د تقسيم ډگر ته څيرمه د گېزي پارک د رغيدو د پلان سره د چاپيريال ساتنې د يوې وړې سيمه ييزې ډلې مخالفت په سرتاسري احتجاجونوواوښت.

د رپوټونو له مخې د دغو احتجاجونو په ترڅ کې تراوسه د پوليسو د يوه افسر په گډون څلور کسان وژل شوي، زرگونه ژوبل شوي اوپه سلگونه نور بنديان دي.

نيول شويو کې د فرانسې، جرمني، يونان، ايران او امريکا په گډون اووه تنه بهرني وگړي هم شامل دي.

احتجاج کوونکي د ښاغلي اردوغان حکومت تورنوي چې په زورواکۍ اوړي او د ترکيې په غير مذهبي هېواد کې د توندلارو اسلامي ارزښتونو د ټينگولو هڅه کوي.

د ښاغلي اردوغان د عدالت او پرمختيا گوند له ٢٠٠٢ کال راهيسې پر ترکېې واک چلوي.

ورته مطالب