د خوار ځواکۍ د مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې کېږي

Image caption د خيرښيگڼو د چارو متخصيصينو خوارځواکي افريقا کې يوه پټ بحران بللى دى.

د برتانيا لومړى وزير به د جي- ۸ هېوادونو د مشرۍ د يوې برخې په توگه د خوړو يا تغديې د يوې سرمشريزې کوربه توب وکړي. خوارځواکي هرکال مخ پر ودې هېوادونو کې درې ميليونه ماشومان له منځه وړي.

د نننۍ غونډې موخه داده چې بېلابېل هېوادونه، سوداگرۍ او د خيرښېگڼې موسسې دې ته وهڅول شي چې له افريقايي هېوادونو سره د مالي مرستو ژمنه وکړي، چې دغه هېوادونه پرې د خوړو د برابرو لو پروگرام پلي کړي.

خو ځينې موسسې په دې اندېښمنې دي چې ښايي کافي پېسې راټولې نه شي.

د خيرښيگڼو د چارو متخصيصينو خوارځواکي افريقا کې يوه پټ بحران بللى دى. خوارځواکي سربېره پردې چې د ماشومانو د مړينې او يا د هغوى د ودې مخه نيسي، د ماشومانو د ماغزو د پرمختگ د مخنيوي لامل هم گرځي.

دې ټکي ته په پام سره چې خوارځواکي د ماشومانو دسالمې ودې مخه نېسي، په پاى کې دا د دې سبب هم کېږي چې د يوه هېواد ټوله راتلونکې اقتصادي غوړيدا له خطر سره مخامخ شي.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون هيله څرگنده کړې چې د سر مشريزې برخه وال به اړينې پېسې برابرې کړي چې له يوشمېر افريقايي هېوادونوسره مرسته وکړي، چې د خوړو د برابرولو خپل پروگرام جوړ او پلي کړي.

خو په دغو سختو شرايطو کې ډېر لویديځ هېوادونه لا په دې کې پاتې راغلي، چې د اړينو پېسو د ورکړې په برخه کې ځانگړې ژمنې وکړي.

په همدې حال کې نن له غرمي وروسته به د خيرښيگڼو لسگونه موسسې د لندن په هايدپارک کې يوه ستره غونډه وکړي او له هېوادونو به وغواړي چې له مخ په ودې هېوادونو سره د مالي مرستو ژمنې وکړي.

ورته مطالب