د لیبیا بنغازي نښتو کې ۲۸ کسان وژل شوي

Image caption عیني شاهدان وايي، ۲۰۰ بې وسلې مظاهره کوونکي یې بنغازي کې ولیدل، خو بیا وروسته ځینې داسې کسان په کې ښکاره شول، چې کلاشینکوفونه هم ورسره وو.

د لیبیا بنغازي ښار کې د ملیشو او ملیشو ضد مظاهره کوونکو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور سخت ټپیان دي.

د لیبیا پوځ وايي، نښتې د لیبیا ختيځ بنغازي ښار کې د ملیشو د یوه مرکز ودانۍ بهر پیل شوې دي.

په نښتو کې تر ۵۰ ډېر کسان سخت ژوبل شوي.

د بنغازي عیني شاهدانو ویلي، لسګونو مظاهره کوونکو د "د لیبیا ډال ټولي" د ملیشې ودانۍ مخې ته د ملیشو د بندښت غوښتنه وکړه.

خو یاد ټولی، چې د لیبیا د مخکني ولسمشر معمر القذافي پرضد یې وسله واله مبارزه کوله، تر اوسه د وسلو اېښودو ته نه دي حاضر شوي.

په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي تر راپرځېدا وروسته، د لیبیا حکومت د ملیشو د شتون له کبله اندېښمن دی.

د "لیبیا ډال ټولی" وايي، دوی د ملي ازادۍ د پوځ یوه برخه ده چې د لیبیا د دفاع وزارت په موافقې سره خپلې چارې مخته وړي.

"ځانګړی ځواک"

عیني شاهدان وايي، ۲۰۰ بې وسلې مظاهره کوونکي یې بنغازي کې ولیدل، خو بیا وروسته ځینې داسې کسان په کې ښکاره شول، چې کلاشینکوفونه هم ورسره وو.

دوی زیاتوی "کله چې هلته وو، هېڅ یوه مظاهره کوونکي خپله وسله ونه کاروله".

د پوځ ویاند عبدالله الشافي بي بي سي ته وویل، مظاهره کوونکو د ملیشې له ټولي غوښتل، چې له دې ودانۍ ووځي.

دی زیاتوي "اوس موږ هلته ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کوو".

خو د دغه ټولي ویاند علي الشیخي ویليو چې دا پوځ به د لیبیا د پوځ په چوکاټ کې هلته د احتیاطي ځواک په توګه مېشت شي.

نوموړی وايي چې د ټولي پر مرکز برید "د قانون پر ماهیت برید دی".

طرابلس کې د بي بي سي خبریاله رانا جواد واييو ځینې چارواکو دغه برید غندلی، چې په وینا یې دا ټولی د دفاع وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې بنغازي کې دا ډول نښتې کېږي، په تېر اکتوبر کې هم دغه ښار کې سلګونه زره کسان د وسله والو ډلو د شړلو پرضد راپورته شول.

د لیبیا حکومت هڅه کوي چې د ملیشو نفوذ کم، وسلې ترې واخلي او په پوځ کې یې شامل کړي.

خو د لیبیا حکومت چې د مسلکي پولیسو او پوځيانو له کمښت سره مخامخ دی، تر ډېره د قبیلوي شخړو د له منځه وړلو او خپلو پولو د ساتنې لپاره پر ملیشو تکیه کوي.

ورته مطالب