لارښود: د ایران د ښارونو او کلیوالو شوراګانو ټاکنې

Image caption تهران او اصفهان په څېر لویو ښارونو کې د سیاسي حساسیتونو او پر ټاکنو د حکومت د کنټرول له کبله، د شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کولو کچه ټيټه ده.

ایرانیان به د جمعې په ورځ (د جون، ۱۴ مه) ولسمشریزو، ښارونو اوکلیو شورګانو ټاکنو کې د ګډون لپاره د رايو صندوقونو ته ځي.

دا لومړی ځل دی چې ایران کې ولسمشریزې او محلي ټاکنې په یوه ورځ تر سره کېږي.

د ایران د ښارونو او کلیوالو شوراګانو په اړه ګټور معلومات

د شوراګانو غړي څو کسان دي؟

د ایران په ښارونو او کلیو کې شوراګانې تر ۲۰۷ زرو کسانو اوړي، چې اصلي غړی لري او دا شمېره یې پر اهمیت هم دلالت کوي.

د ښاري شوراګانو ۷۱۹۳ غړي (بدیل ۲۹۹۱ کسان)

د کلیوالو شوراګانو ۱۱۸۹۶۰ غړي (بدیل ۷۸۴۴۳ غړي)

ټول منتخبین ۱۲۶۱۵۳ (بدیل ۸۱۴۳۴)

ټول ټال: ۲۰۷۵۸۷ کسان

شوراګانې چېرته جوړېږي؟

د ایران په ټولو ښارونو او کلیوالیو سیمو کې شوراګانې جوړېږي. د هېواد په ویش کې شوراګانې په درېیو کچو ارزول کېدای شي.

الف – کلي

په هېواد کې نژدې ۶۲۰۰۰ کلي دي چې شاوخوا ۳۵ سلنه یې تر ۲۰ کم کورنۍ لري. د ایران کلي د دغه هېواد د وګړو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي.

ب – هغه کوچني او متوسط ښارونه چې ښاروالۍ لري

د وروستیو شمېرو له مخې ایران ۱۳۳۱ کوچني او متوسط ښارونه لري، چې د مېشتو وګړو شمېر یې د ټول نفوس نژدې ۴۰ سلنه جوړوي. دغه ښارونه پر درېیو برخو وېشل کېدای شي.

  • هغه ښارونه چې تر ۵۰ زرو لږ وګړي لري
  • نژدې ۱۰۰ ښارونه چې ۵۰ او ۲۰۰ زرو تر منځ وګړي لري
  • نژدې ۳۰ هغه ښارونه چې د ۲۰۰ زرو تر یو میلیون پورې وګړي لري

ج – لوی ښارونه

په ایران کې لس لوی ښارونه دي، چې هر یو یې تر یو میلیون ډېر یا ترې کم وګړي لري.

دغه لوی ښارونه نژدې ۳۰ په سلو کې د هېواد وګړي خوندي کوي.

دغه ښارونه په لاندې ډول دي:

تهران ۸ میلیون او ۳۰۰ زره کسان (دقیقاً ۸۲۹۳۱۴۰ کسان )

مشهد ۳ میلیون کسان (۳۰۶۹۹۴۱ کسان)

اصفهان ۲ میلیون او ۲۰۰ زره کسان (۲۱۷۴۱۷۲ کسان)

کرج ۲ میلیون کسان (۲۰۲۴۷۶۵ کسان)

شیراز ۱ میلیون او ۷۰۰ زره کسان (۱۷۰۰۶۸۷ کسان)

تبریز ۱ میلیون او ۷۰۰ زره کسان (۱۶۹۵۰۹۴ کسان)

اهواز ۱ میلیون او ۴۰۰ زره کسان (۱۳۹۵۱۸۴ کسان)

قم ۱ میلیون او ۲۰۰ زره کسان (۱۱۵۲۶۷۲ کسان)

کرمانشاه ۱ میلیون کسان (۱۰۳۰۹۷۸ کسان)

ارومیه ۱ میلیون کسان (۹۶۳۷۳۸ کسان)

رشت ۱ میلیون کسان (۹۱۸۴۴۵ کسان)

ټول ټال: ۲۴۴۱۸۸۱۶ کسان (د وګړو ۳۲. ۴ سلنه)

شوراګانو کې د انتخابېدو شرطونه کوم دي؟

  • پر اسلام بروسه او عمل کول، چې د مشرانو او څارنیز پلاوی له لوري اعلان شي.
  • نېک شالید ولري
  • ۲۵ کلن وي
  • فوق دیپلوم یا یې معادل وي، په کلیو او ښارونو کې د رضاکارانو لپاره تر ۲۰ زرو کسانو پورې
  • انتخابېدونکی باید پخپله حوضه کې واوسېږي

انتخاباتي پړاوونه کوم دي؟

لومړۍ ټاکنې – د محمد خاتمي د حکومت پر مهال – ۱۳۷۷

دویمې ټاکنې – د محمد خاتمي د حکومت پر مهال – ۱۳۸۱

درېیمې ټاکنې – د محمود احمدي نژاد د حکومت پر وخت – ۱۳۸۵

څلورمې ټاکنې – د محمود احمدي نژاد د حکومت پروخت – ۱۳۹۲

شوراګانې څو غړي لري؟

د شوراګانو د غړو شمېر په هره اړونده سیمه کې د اوسېدونکو پورې اړه لري. په کوچنیو کلیو کې شوراګانې یواې ۲ غړي لري خو په لوی ښار تهران کې بیا د غړو شمېر ۳۱ کسانو ته رسېږي.

کلي

د کلیو په کچه دوه ډوله شوراګانې جوړېږي:

- په هغو کلیو کې چې وګړي یې تر ۱۵۰۰ کسانو کم وي، د شورا اصلي غړي یې ۳ کسان (۲ بدیل) دي.

- په هغو کلیو کې چې د وګړو شمېر یې تر ۱۵۰۰ ډېر وي، د شورا اصلي غړي یې ۵ کسان (۳بدیل) دي.

کوچنیو او متوسطو ښارونو کې

په کوچنیو او متوسطو ښارونو کې پنځه ډوله شوراګانې دي:

- هغه ښار کې چې وګړي یې ۲۰ زره وي، د شورا اصلي غړي یې ۵ کسان (۲ بدیل) دي.

- هغه ښار کې چې وګړي یې ۵۰ زره کسان وي، د شورا اصلي غړي یې ۷ کسان (۳بدیل) دي.

- هغه ښار کې چې وګړي یې ۱۰۰ زره کسان وي، د شورا اصلي غړي یې ۹ کسان (۴بدیل) دي.

- هغه ښار کې چې وګړي یې ۲۰۰ زره کسان وي، د شورا اصلي غړي یې ۱۱ کسان (۵ بدیل) دي.

- هغه ښار کې چې وګړي یې ۵۰۰ زره کسان وي، د شورا اصلي غړي یې ۱۳ کسان (۶بدیل) دي.

- هغه ښار کې چې وګړي یې ۵۰۰ تر یو میلیون کسانو پورې وي، د شورا اصلي غړي یې ۱۵ کسان (۷ بدیل) دي.

لوی ښارونه

د لویو ښارونو په کچه څلور ډوله شوراګانې دي:

- هغه ښار کې چې ۱ یا ۲ میلیون وګړي لري، د شورا اصلي غړي یې ۲۱ کسان (۸ بدیل) دي.

- هغه ښار کې چې تر ۲ میلیون ډېر وګړي لري، د شورا اصلي غړي یې ۲۵ کسان (۱۰بدیل) دي.

- تهران کې د شورا اصلي غړي ۳۱ کسان (۱۲بدیل) دي.

د تهران مخکنیو ټاکنو کې د ګډون کچه څه ډول وه؟

په دې پړاو کې د تهران د وګړو شمېر ۷.۷ میلیون کسان (دقیقاً ۷۷۱۱۲۳۰ کسان) وو، او د رایې اچونې شرایط پوره کوونکو شمېر په سلو کې نژدې ۶۹ و (یعنې ۵۳۲۰۷۴۸ کسان) وو.

په دغو ترکیبي ټاکنو کې له درېیو سیاسي فهرستونو نه لاندینویو ډلو یو شمېر څوکۍ تر لاسه کړې.

  • د محافظه کارانو لوی ایتلاف (د قالیباف د لست په نامه) ۷ کسان (مهدي چمران، مرتضی طلایي، رسول خادم، عباس شیباني، حمزه شکیب، معصومه آباد او حسن بیاد)،
  • د اصلاح غوښتونکو ۴ کسیزه ایتلاف (هادي ساعي، معصومه ابتکار، احمد مسجد جامعي، او محمد علي نجفي)
  • رایحه خوش خدمت (د احمدي نژاد د لست په نامه) ۲ کسان (پروین احمدي ‌نژاد او خسرو دانشجو)

ټولې رایې یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان (دقیقاً ۱۶۵۶۵۵۸ کسان)، یا نژدې ۳۱ سلنه هغه کسان چې د رای اچونې حق لري.

لومړی کس: مهدي چمران له ۶۰۰ زرو رایو (دقیقا۶۰۳۷۶۶)، یعنې ۱۱ په سلو کې رای اچوونکو څخه، د ښار شورا ته لاره پیدا کړه.

وروستی کس: (پنځلسم)، حبیب کاشاني و، چې په ۱۹۰ زره رایو (دقیقاً ۱۹۷۲۸۴رایې)، یعنې ۳ او ۷ په سلو کې د رای اچوونکو په رایو سره شورا ته ولاړ.

عمومي ګډون

د شوراګانو په ټاکنو کې د ټاکنو شرطونه ګران نه دي. له همدې کبله که څه هم اوسني محدودیتونه او محافظه کارانو هڅې د خپلواکو کاندیدانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره له دې ډلې سره تړلي نه دي او د دوی له نظره (پرخپل ځان) پورې تړلي نه دي، او په ټاکنو کې د ګډون کولو موقع مومي.

دغه مساله خلک هڅوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي په ځانګړې توګه په کوچنیو ښارونو او هغو لیرو کلیوالو سیمو کې چې په سیمه ییزه کچه د هویت پالنې سیالي په کې ډېره ده، خو د ملي اهمیت د موخې لپاره مبارزه کمه ده.

په دغو سیمو کې د سیمه ییزو ګټندویانو ډلو سیالي ډېره جدي د او د ټاکنو پر یوې اصلي موضوع بدلېږي چې له کبله یې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کولو فرصت ډېر کړی دی.

خو د تهران او اصفهان په څېر په لویو ښارونو کې، د سیاسي حساسیتونو او پر ټاکنو د حکومت د کنټرول له کبله، د خلکو د ګډون کولو کچه ټيټه ده. د ولایت مرکز له سیاسي نظره ډېر مهم دی، خو د شوراګانو په ټاکنو کې یې فضا سړه غوندې ښکاري، او په لویو ښارونو کې په تېره بیا تهران کې د رایو صندوقونو ته رایې لږې اچول کېږي.

دا چې د شوراګانو په ټاکنو کې خلک د کوم سیاسي اړخ له کبله رایې ورکوي، په عمومي توګه نامعلوم ښکاري. د ټاکنو له پایلو راجوته شوې نتیجه ښيي چې معمولاً له یو بل سره ډېر توپیر لري او د ټولنیزو واقعیتونو منعکس کوونکي نه دي.

په ډېرو داسې مواردو کې چې د ډلو د بریا او ناکامۍ په اړه لیکل کېږي، کوم څرګند تحقیقاتي بنسټ نه لري او یوازې د سیاسي فضا او ګټې پر اساس ولاړ وي، چې یوازې د یوې سیاسي ډلې په ګټه ثبتېږي.

د زیاترو شوراګانو غړي کوم مشخص سیاسي تمایل نه لري چې له دې کبله د شوراګانو لپاره خپل مشخص تمایل نه شي ټاکلی.

په تېرو ټاکنو کې د ګوند د ګډون د تحلیلونو پربنسټ، اصلاح غوښتونکي اصولاً په صنعتي ښارونو او کلیو کې لږه بریا لرله، خو په نورو ولایتونو کې بیا همدوی بریالي شوي وو. ښکاري چې په لویو ښارونو کې د حکومت د کنټرول له لارې دا کار شوی دی.

د کار بهیر

  • د ټاکنیز مرکز جوړول
  • نوملیکنه (د ۲۶ اپرېل د مې تر لومړۍ نېټې)
  • د صلاحیتونو لرل
  • د صلاحیتونو د رد پروړاندې اعتراض
  • بیا ارزونه
  • د وروستي لست اعلانول
  • تبلیغات
  • رای اچونه (د جون ۲۴)
  • د اعتراض فرصت
  • د شوراګانو د کار پیل (د ولسمشرۍ له ټاکنو یوه میاشت وروسته)

ورته مطالب