د ایران کاشان ښار کې رایه ورکوونکي ټاکنو ته اندېښمن دي

Image caption ډیری ایرانیان د خواراکي توکو او نور اساسي ضرورتونو له بیو زیاتېدو سره لاس او ګریوان دي.

له پلازمېنې تهرانه نژدې ۲۲۵ کیلومتره لرې په کاشان ښار ګوټي کې یو ۳۷ کلن دکاندار اراستو وايي "نه پوهېږم، چا ته به رایې ورکړم، خو د دې معانا دا هم نه ده، چې بې تفاوته کښېنم." په داسې حال کې چې ټاکنو ته، چې د جون په ۱۴مه تر سره کېږي اوس د ګوتو د شمېر ورځې پاتې دي، دلته خلک د ټولو اتو کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه په خورا دقت څاري.

د اراستو په وینا "زه دوی ټولو ته په خورا دقت ګورم، زه غواړم وپوهیږم چې له دوی نه کوم یو د غوره اقتصادي شعارونو په ځای غوره اقتصادي پلان لري، زه د سیاستوالو په تشو ژمنو، تر پوزې رسېدلی یم."

د خلکو یوه کوچنۍ ډله زموږ شاوخوا ته راټوله شوه، زموږ خبرې یې اورېدې. له دوی نه ځینو داسې فکر کاوه، چې زه د کوم کاندید استازی یم.

یوه بل هم په ورته فکر دی وايي "په داسې حال کې چې هره ورځ بیې په زیاتیدو دی، موږ څنګه کولای شو، خپل ماشومان ماړه کړو. سیاستوال خو ټول یو ډول خبرې کوي، زه خو له دوی نه یوه ته هم رایې نه ورکوم."

خو د ده خبرې د دې لامل شوې چې یو ځوان ووايي، نو بیا غلی شه!

ځوان هڅه کوله ما ته نژدې ودرېږي، ویې ویل " الله تعالی فرمايي تاسې خپله هڅه او هاند وکړﺉ، نور به زه په کې برکت واچوم، رایې اچوونه، نه یوازې سیاسي فعالیت دی، بلکې یوه مذهبي فریضه ده. موږ باید رایې ورکړو، که نه د حالاتو د سمون په لړ کې به الله تعالی راسره مرسته و نه کړي، بلکې ښايي سزا راکړي."

Image caption سید علي د ولسمشر احمدي نژاد د هغې پالیسۍ منندوی دی، چې ټولو ایرانیانو ته یې له مخې سبسډي ورکړل شوې

جوړ جاړی نه کول

د پرچون فروشانو د دکانونو تر څنګ پر غځېدلې پېچلې لار له لږ مخ ته تګ وروسته، یو دودیزې چای خانې ته ورسېدم، چې شاوخوا ته یې د انتیک پلورونکو او مفروشاتو دکانونه وو.

مرطوبه هوا کې د نعناع او ګلابو د اوبو بویونه شامل وو.

د غالیو یو شتمن سوداګر چې د غالۍ اوبدلو کارځای کې ورسره ۱۲ تنه ښځېنه کارګرانې مزدوري کوي، وايي هره ورځ یې دکان ته لسګونه بې وزله کسان راځي، چې دی ورسره مالي مرسته کوي.

هغه زیاته کړه "زه کوښښ کوم، چې له دوی سره مرسته وکړم، خو زه څومره خلکو سره مرسته کولای شم، بېوزلې د بې شمېره مصیبتونو جړ دی."

Image caption محافظه کار سعید جلیلي د ولسمشرۍ د مقام لپاره له اتو کاندیدانو څخه یو دی.

که څه هم د ولسمشرۍ کمپاین ښه په درز کې روان دی خو په دغه ښار کې هېڅ ډول لوحې، بنرونه او پوسټرونه نه لیدل کېږي، ان د ښار په مرکزي برخه کې چې مدخل نومیږي، هم د غه ډول فعالیتونو نه تر سترګو کېږي.

د ښار د مرکزي برخې په ضرب عطا میدان کې یوه میوه پلورونکي حسن راته وویل "موږ ټول سیاستوال پېژنو، دا هسې د پېسو او کاغذ ضایع کول دي. دوی کولای شي د بنرونو چاپ کولو پر ځای بیوزلو ته دغه پېسې د مرستې په توګه ورکړي. د خبرو په ځای عمل مهم دی."

خو په پانزده خیرداد میدان کې بیا یوه کمپاین خورا فعال دی چې د ایران د اتومي مرکچي سعید جلیلي ملاتړ کوي. دوی په لویو بروشرونو او بنرونو هغه ته منسوب شعار لیکلی "جوړجاړی نه منو، تسلیمېدل نه منو."

ښاغلی جلیلي چې د لویدیځ ضد مقاومت مخکښ دی له ثابت قدمه محافظه کارانو څخه یو بلل کېږي.

د دغه مرکز چې د جلیلي د پلویانو له خوا په یوه کرایه شوي دکان کې جوړ شوی په دیوالونو هغه اعلامیه ځوړنده ده چې پرې لیکل شوي.

"له شیطان ( امریکا) سره خبرې کول، له قران کریم سره د خیانت کولو په معانا دي."

یوه کونج کې ځوانې نجونې چې په ټیکریو کې پټې دي په خبرو لګیا دي. دوی نه یوه راحیله ده چې د کاشان پوهنتونو محصله ده. دا وايي "ښاغلی جلیلي به بیا د اسلامي انقلاب ارمانونه بیا راپورته کړي."

" زموږ بهرنۍ پالیسي به د نړۍ له ټولو بیوزلو سره مرسته وکړي، که خلک له لوږي مرګ ته هم نژدې شي، د انقلاب له ارمانونو به تېر نه شي."

وېشلی ملت

موږ له کاشانه نه د قمسار کلي لور ته لاړو، چې د عرق ګلاب لپاره ډېر مشهور دی. د لارې اوږدو کې هغه تاریخي باغ ته ودرېدو، چې د ایران مشهور اعلی وزیر امیر کبیر په کې د ۱۸۵۲ کال په اوږدو کې وژل شوی و.

یو شمېر ځوان زده کونکي دلته نژدې په یوه چای خانه کې چیلم څکوي.

د انجنرنګ پوهنځي یوه ۲۴ کلن محصل ارسلان وايي "غواړم، کار وکړم، چې واده وکړم، خو کارونه نه موندل کېږي. له موږ نه یو شمېر اوس هم له خپلو پلرونو پېسې غواړو، چې دا یو شرم دی. زه به هغه چا ته رایې ورکړم، چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد مخالف وي."

خو سید علي چې شپون دی او د کاشان ښار په یوه بهرني سړک د خپلو مېږو او وزو تر څنګ روان دی وايي احمدي نژاد ورباندې ګران دی.

میاشتنې سبسډي

"هغه زما ژوند وژغوره، زه د څلورو ماشومانو پلار یم او احمدي نژاد هره میاشت ۲۷۳۰۰۰۰ ریال (۲۲۲ ډالره) راکوي. دا کار هېڅ یوه حکومت له دې مخکې نه دی کړی".

په ۲۰۱۰ کال کې د حکومت له لوري د سبسډي پروګرام له پیل کېدو راهیسې د ایرانیانو د هرې کورنۍ هر غړی د یوې میاشتې لپاره ۴۵۵ زره ریاله (۳۷) ډالره تر لاسه کوي.

د غالیو یو شتمن تجار چې په کافې کې یې له چایو غوړپونه کول وايي هر چېرته یې چې ومومي له بیوزلو سره مرسته کوي.

خو د قمسار د یوې نانوايي ۵۷ کلنه معصومي وايي "زه به هغه چا ته رایې ورکړم، چې میاشتنۍ پېسې لږ کړي، خو موږ ته ډوډۍ په هغه بیه راکړي چې اته کاله مخکې مو رانیوله."

د جهاغ کلي کې د چرګانو یو فارم لرونکي فرهاد وايي دوه ځلې یې محمود احمدي نژاد ته رایې ورکړې خو اوس د حکومت پر فارمنګ (زراعتي) پالیسي سختې نیوکې کوي. دی وايي "د پېسو د ادلون بدلون بیو له کبله له بهر نه د واریدیدونکو جوارو او سویابینو بیه د تېرو اتو کلونو په موده کې ډېره لوړې شوې او دغه راز زموږ د محصولاتو بیې هم ورسره لوړې شوې دي"

"د محصولاتو تر لاسه کولو پر مهال حکومت له ترکیې او لاتین امریکا نه کنګل شوي چرګان راوړي او دلته یې په داسې بیه پلوري چې موږ یې په هغومره پېسو پاللی هم نه شو. زما ډېر ملګري چې له بانکونو پوروړي ول شکست یې وخوړ."

ډېر ایرانیان اندېښمن دي او راتلونکو ټاکنو ته په متضاد نظرونو ګوري.

ورته مطالب