ایا د احمدي نژاد د ترهېدلي اس پایښت د ایران حکومت کې دی؟

په ټاکنو کې د اسفندریا رحیم مشايي د کاندیدېدو تر رد کېدو وروسته د ایران په سیاسي ډګر کې لویه پوښتنه دا وه، چې د ښاغلي احمدي نژاد د ډلې سیاسي راتلونکی به څه کوي؟

په یوې-دوو وروستیو اوونیو کې داسې ګنګوسې هم خپرې شوې، چې ګني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې حکومت د سعید جلیلي ملاتړ کوي.

خو پردې سربېره، د محمود احمدي نژاد د ډلې لیدلوري، شالید او په وروستیو کلونو کې سیاسي شخړو ته په کتو سره، د ښاغلي جلیلي د سیاسي ملاتړو ډله "د اسلامي انقلاب د پایښت جبهه" د احمدي نژاد د ډلې د یوه راتلونکي قوي ټیم نفوذ په ګوته کوي.

له شک پرته د پایښت جبهې د غړو د اندونو په منځ کې د حکومت د انحراف ټکی هم یاد شوی وي، او یا ان پخپله پر محمود احمدي نژاد هم نیوکه شوې وي.

خو که اټکل دا وي چې د قضاوت پربنسټ د پایښت د جبهې "سیاسي کړنو" ته ځیر شو، ښکاره خبره ده چې بېلابېلو پایلو ته رسېږو: په ۱۳۹۰ کال کې د پایښت د جبهې تر جوړېدو وروسته، د احمدي نژاد په حکومت کې هر ځل چې منتقدینو او موافقینو د عملي ګام اخیستو هڅه کړې ده، دغه جبهه په هر صورت کې د مخالفانو په کتار کې درېدلې ده.

د پایښت د جبهې تر ټولو روڼ دریځ د حکومت د سیاسي مخالفانو پروړاندې د پارلمان په نهمه دوره کې وو، چې نژدې ټول استازي د محمود احمدي نژاد په پلوۍ ولاړ وو.

له ۱۳۹۱ راپدېخوا، د ایران د ځینو مشرانو په اړه د محمود احمدي نژاد له توندو څرګندونو وروسته، د پایښت د جبهې د ځینو غړو –لکه روح الله حسینیان، حمید رسايي او مهدي کوچک زاده- د ولسمشر او د هغه د ټيم په اړه هم خپلې نیوکې سختې کړې.

خو په دې وضعیت کې د پایښت د جبهې ګڼو همفکرو غړیو – له صادق محصولي نیولې تر سعید جلیلي پورې- ان پر ولسمشر محمود احمدي نژاد له ډېرو کوچنیو نیوکو هم ډډه وکړه.

"په ۱۳۹۰ کال کې د پایښت د جبهې تر جوړېدو وروسته، هرکله چې د احمدي نژاد د حکومت ملاتړي او مخالفان له یو بل سره په سیاسي او لفظي شخړو کښېوتلي، خو دغې جبهې له ګډوډۍ په ګټې اخیستو سره یې د مخالفانو په کتار کې ځان درولی".

بل خوا، د ایران پر نوي نسل د ایت الله خامنه اي د بې باورۍ د ډېرېدو په درشل کې، چې په حکومت کې یې رول کم شو او همدا شوه، چې د "نویو محافظه کارانو" ډله یې جوړه کړه، د ایران په سیاسي فضا کې یو درز رامنځ ته کړ.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو په یوولسم پړاو کې د سعید جلیلي او محمود احمدي نژاد په څېر سیاستوال یې دې ته هیله من کړل، چې ګني راتلونکو ټاکنو کې به هم دوی ډېر اغېز ولري.

په بله وینا، د لسم پړاو د ټاکنو ګټونکي حکومت ګډ دوښمن او د پایښت جبهې د دودیزو محافظه کارانو او د ایران د واکمنو چارواکو ترمنځ یو ډول تمایل موجود وو، چې د ایران په سیاسي ډګر کې د دغو دواړو ډلو په یو لاس کېدو سره ښايي د پارلمان د لسم پړاو په ټاکنو کې یې د دوی اغېز او ونډه ډېره کړې وي.

که چېرې په ناڅاپي توګه د ایران له سیاسي ډګره دغه اغېز لرونکې ډله لیرې پاتې نه شي، شاید د پایښت دغه جبهه د ایران په واکمنه کړۍ کې د "ترهېدلي اس" د پایښت لپاره زمینه برابره کړي.

ورته مطالب