تر نړیوالو بندیزونو لاندې ایران کې د ژوند بدلون

ايران کلونه تر لوېديځو بنديزونو لاندې ژوند کړی، خو وروسته له هغه چې ولسمشر احمدي نژاد د خپل هېواد اتومي پروګرام بيا پيل کړ، نړيوالې ټولنې د بنديزونو کچه لا لوړه کړه، او له ۲۰۰۶ کال راهيسې يې هرکال د بنديزونو نوې کړۍ ترې راتاو کړې ده.

. ۲۰۱۲ کال جولای کې، اروپايي ټولنې د ايران خامو تېلو پر وارداتو، پېر او لېږد بنديز ولګاوه، چې تر هغه وخته يې د ايران تېلو صادراتو تر ۲۰٪ سلنې برخه جوړوله. دغو بنديزونو د ايران تېلو صادرات له ۱۹۸۶ کال -د ايران-عراق جګړې - راهيسې تر ټولو ټيټې کچې پورې ورسول او د ايران ريال د امريکايي ډالر پر وړاندې تر ريکارډ ټيټې کچې ولوېد.

په ۲۰۱۲ کال کې د پيسو نړيوال صندوق وويل د ايران اقتصاد په دوو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره سوړبازارۍ کې دی.

خو دا يوازې بنديزونه نه دي چې ايرانيانو ته زيان رسوي. د ولسمشر د مرستندويه توکو (سبسيډيو) اصلاحاتو پلان هم، چې د ۲۰۱۰ کال دسمبر کې وړاندې شوی، اقتصاد يې زيانمن کړی دی.

د اصلاحاتو موخه پر خوړو او تېلو له حکومتي سبسيډيو د لسګونه مليارډ ډالرو کمولو سره د دولت پر مالي لګښتونو د فشار کمول وو، په داسې حال کې چې د ايران بېوزليو ته د مياشتنيو پيسو په ورکړې سره چې لا ډېر لګښت وکړي، پر دوی يې اغېز برابراوه.

خو دغې تګلارې د خوړو او انرژۍ بيو لوړېدو ته لار هواره کړه. د سونګ توکو لوړو بيو په پايله کې توليدات لا ګران شول، چې د پېر غوښتنه ورسره کمه شوه، او ځينو فابريکو کارګران رخصت کړل او توليد يې ودراوه.

د سنګک بيه چې د ايران ملي ډوډۍ ده، په ۲۰۰۷ کال کې د بريتانيا پونډ سره برابر له ۶ پنسو، په ۲۰۱۳ کال کې ۱۱ پنسو ته وخته. يوه منځنۍ کورنۍ به د مياشتې شاوخوا ۴۲ سنګک خوري. نو د دوی لګښت له ۲،۵۲ پونډو ۴،۶۲ پونډو ته وخوت. د غوښې، وريجو او شيدو بيې هم په چټکۍ لوړې شوې.

پر همدې مهال د هېواد په کچه تر ټولو کم معاش هم په ريښتينې توګه ښکته لوېدلی دی. په ۲۰۱۰ کال کې مياشتنی معاش ۳۰۰ مليون رياله و، چې ۲۷۵ ډالره کېدل. د پړسوب لوړه کچه د دې معنا لري، چې تر ټولو کم معاش اوس د مياشتې ۴۸۷ مليون رياله دی، خو دا يوازې ۱۳۴ ډالره کېږي.

د موټرو ملکيت په زياتېدو دی، ځکه چې د منځني پوړ ايرانيان يې د پانګې په توګه اخلي. د پيسو ساتل ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه پړسوب په زياتېدو او د پيسو ارزښت په لوېدو دی. خو موټر لا ګرانېږي، ځکه له بهرنيو پورزو جوړېږي، چې په خپل وار يې بيې په لوړېدو دي.

بې کاري له ۱۹۹۷ کال راهيسې لا هم له ۱۰٪ سلنې لوړه ده، خو په نارسمي توګه فکر کېږي دغه انډول لا لوړ دی، او د ښځو بې کاري د نارينه وو پرتله دوه برابره لوړه ده. ايران ځوان ولس لري، په ۲۰۱۱ کال کې د وګړيو منځنۍ عمر ۳۰ و، او د ۱۵-۲۹ کلونو ترمنځ ځوانانو بې کارۍ کچه په پرله پسې ډول لوړه پاتې شوې، چې له ۲۰۰۶ کال راهيسې له ۲۰٪ سلنې لوړه وه.

د ښاغلي احمدي نژاد ګوتنيوونکي وايي مشهورو تګلارو يې د بېوزلو پوړونو ترمنځ ملاتړ ورته ګټلی، خو په دې کې پاتې راغلی چې په صنعت کې پانګونه وکړي. د ده د واکمنۍ پر مهال د کال منځني شمېر ۱۴۲۰۰ دندې جوړې شوې، په داسې حال کې چې له ده مخکې ولسمشر مودې پر وخت هر کال شاوخوا ۶۹۵۴۰۰ دندې جوړېدې.

په ۲۰۰۶ کال کې د پيسو نړيوال صندوق يوه راپور موندلې وه، د ۹۰ هېوادونو ترمنځ چې ارزونه يې شوې وه، ايران د عقلونو کډوالۍ تر ټولو سر کې و. د (ای اېم اېف) په وينا هر کال له دغه هېواده ۱۵۰۰۰۰ تر تولو ښه دماغونه وځي. په ۲۰۱۱ کال کې د ايران رسمي شمېرو کې ويل شوي وو، نژدې ۴۳۰۰ زده کوونکي بهر زده کړې کوي.

ايران په منځني ختيځ کې له لومړيو هېوادونو و، چې ښځو ته يې په پوهنتونونو کې د زده کړې لار پرانيستې، او په ۱۹۷۹ کال کې يې له اسلامي انقلاب راهيسې لوړو زده کړو ته د لا نورو نجونو هڅونې ستر زيار ايستلی دی.

نن ورځ لومړيو، ثانوي او لوړو کچو زده کړو کې د نارينه او ښځينه کچې نژدې سره برابرې دي. په حقيقت کې په ۲۰۱۱ کال کې د پوهنتون زده کړې ښځينه غوښتنليکونه د نارينه پرتله لږ څه زيات وو.

خو د ۲۰۱۲ کال سپتمبر کې يو شمېر کالجونو او پوهنتونونو ښځو لپاره زده کړو بندولو اعلان وکړ. دغې پرېکړې په اړه هېڅ رسمي دليل نه و ورکړل شوی، خو ګوتنيوونکي باور ښيي دا يوه داسې هڅه وه چې زده کړو ته د ښځو لاسرسی کم کړي او کور ته يې ستنې کړي.

پر دې پوهېدا لپاره لا ډېره وختي ه چې دغو بدلونونو پر هغو شمېرو اغېز کړی چې غوښتنليکونه وړاندې کوي.

ورته مطالب