ټاکنې: نهیلۍ او تمې

Image caption په ۲۰۰۹ کال کې د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې تر اتیا سلنې ډېرو رای اچوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې په نژدې کېدو سره، لاهم ګڼ ایرانیان د خپلې خوښې کاندید ته د رایې په ورکولو یا ټاکنو کې د ګډون کولو یا نه کولو په اړه دوه زړي دي.

د جون پر څورلسمه ولسمشریزو ټاکنو ته له ټول ټال شپږو سوو او اتیا کاندیدانو نوملیکنې وکړې، خو د ایران اساسي قانون شورا یوازې د اتو کاندیدانو لاسوندونه ومنل.

بیا وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ دوه کاندیدان له خپلو کاندیداتوریو تېر شول.

په دغو اتو کاندیدانو کې پنځه یې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د محافظه کارانو له نژدې کسانو دي، خو هېڅ اصلاح غوښتونکی په کې نه شته.

په ۲۰۰۹ کال کې د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې تر اتیا سلنې ډېرو رای اچوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې.

خو د ټاکنو د پایلو پر سر لانجې غځېدا او د ولسمشر احمدي نژاد د بریالیتوب تر اعلان وروسته، ګڼ ایرانیان نهیلي کړل.

له همدې مودې راهیسې، د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نهیلۍ ډېرې شوې، چې پر ایران وروستیو بندیزونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړل.

خو ایا ایرانیان خپل راتلونکی څرنګه ګوري، څه هیلې لري، ځینې ولي نهیلي شوي؟

په دې راپور کې له ځینو ایراني وګړو سره خبرې شوې، او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې نظرونه راخیستل شوي او ایران کې د ژوند په اړه یې توضیحات په ډاګه شوي دي.

نيكيتا

نیکیتا ۴۰ کلنه ډاکټره ده، چې دا مهال همدان کې له خپل یوه ماشوم او مېړه سره اوسېږي، هغې هوډ کړی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به رایه نه ورکوي.

دا وايي: "شخصاً زه نهیلې شوې یم. مخکې مې د علي اکبر صالحي په پلوۍ رای ورکولو نیت درلود. ځکه چې هغه د ایران د مذهبي مشر ملاتړی دی. او شاید ټاکنو کې ډېرې رایې هم یوسي".

دغه ډاکټره زیاتوي "نه غواړم اوس رایه ورکړم. خامنه اي پخپله وینا کې ویلي، چې ټاکنو کې هره رایه د اسلامي جمهوریت رایه ده. نه غواړم دا یو قانوني نظام وبولم. د نظام زیاتره مخالفې ډلې دې پرېکړې ته رسېدلې، چې دا ناقانونه ټاکنې دي".

د ۲۰۰۹ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د ایراني ټولنې د ننه غوسه لوړې کچې ته ورسېده.

نیکیتا وايي "زه او میړه مې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره ګډې هڅې کوو، زموږ ورځنی ژوند په ښه کېدو دی. خو په دا ډول ظروفو کې د ماشوم روزنه ګران کار دی".

د تېر یوه کال په اوږدو کې ایران کې د خرڅلاو کچه ډېره راټيټه شو او اوس د ایران ولس تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی، د بې کارۍ کچه ډېره لوړه شوې چې خلک یې د راتلونکي په اړه نهیلي کړي دي.

زهرا

۲۰ کلنه زهرا تهران کې اوسېږي خو اصلاً د شیراز ده، غواړي، چې د ایران اوسني ښاروال محمد باقر قالیباف ته رایه ورکړي.

"د ټاکنو په اړه زړه نازړه یم. دا لومړی ځل دی، چې ټاکنو کې د رای ورکولو حق راکړل شوی. د ایران د نظام د ملاتړ لپاره د لوېديځو مخالفانو مخالفه یم. که څه هم د تېرو کلونو په ډېرو چارو کې له حکومت سره همنظره نه یم، خو دا زما حکومت دی".

هغه وايي "د قالیباف لپاره رایه ورکوم، هغه ښه پروګرامونه لري، د هغه وینا مې واورېده، چې وايي تر ډېره یې نظریات پر اقتصادي غوړېدا ولاړ وو. زما د عمر نور کسان هم هغه ډېر خوښوي. هغه ښکاره پروګرامونه لري او د تهران اوسېدونکي باور کوي چې هغه پر خپلو ژمنو درېږي".

نوموړې دا هم وايي "باور نه کوم چې ایران دې اوس ولسمشریزو ټاکنو ته د ښځې کاندیدېدو ته چمتو وي، مذهبي کسان د ایران سیاست کې ډېر رول لري، چې ټول نارینه دي، ښځې ته ستونزمنه ده، چې په دغو سیالیو کې د نارینه وو پروړاندې مبارزه وکړي".

هغه زیاتوي "ایران کې غوغا ورځنی کار ګڼل شوی. د خلکو ترمنځ اندېښنې ډېرې شوې. په واټونو کې د خلکو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی. ځکه چې د بې ثباتۍ پروړاندې یې صبر ختم شوی. هره روځ نرخونه لوړېږي، هر وګړی په دې غم کې دی، چې څرنګه ډوډۍ ومومي خپل ځان او کورنۍ مړه کړي. د راتلونکي ولسمشر لومړیتوب باید دا وي چې اقتصادي ستونزې حل کړي".

"که څه هم اقتصادي ستونزو موږ اغېزمن کړي یو، خو زما کورنی اقتصاد ښه دی. خو دې ته مو پام شوی، چې اضافي لګښتونه ونه کړو، مثلاً له اړتیا پرته کرايي ټکسي نه نیسو".

"زه د کار په لټه کې یم، خو زما په عمر کسانو لپاره کاري فرصتونه ډېر کم دي. زما د کورنۍ ځینې غړي دبۍ کې دوی ما ته یوه اندازه بهرنۍ پیسې رالېږي".

افشين

Image caption ایران کې تل یا ناسم یا سم سړی د رایو ګټونکی وي. تر هېڅ رایې نه ورکولو خو رایه ورکول ښه دي، نو غواړم چې حسن روحاني ته رایه ورکړم

افشین یو مجرد سړی دی چې عمر یې تر پنځوسو کلونو اوښتی، په راتلونکو ټاکنو کې د رای ورکولو نیت نه لري.

"په راتلونکو له درغلیو ډکو ټاکنو کې هېچا ته رایه نه ورکول".

"له بده مرغه، د ایران د راتلونکی څه ناڅه تیاره ښکاري، له انقلاب راهیسې نژدې څلور دېرش کلونه تېر شول، خو له ناوړه دیکتاتوریو پرته مو نور څه ونه لیدل. راتلونکی ولسمشر له دې پرته بله چاره نه لري، چې د خامنه اي اومر ومني".

"ایران کې ورځنی ژوند ډېر ګران دی. بې کاري، وېره، فساد او د جرمونو کچه ورځ تر بلې په لوړېدو ده، دا په ایران کې مازې د یوڅو ستونزو یادونه وه، نورې ډېرې ستونزې هم لرو".

"ذهني فشار یوه لویه ستونزه ده. زما یو ځوان ملګری وايي، کله چې ویدېږي، هیله یې دا وي چې بېرته راويښ نه شي".

"زما کوچني وروڼه بېګا په وږې ګېډه ویدېږي. په دې اسلامي دیکتاتورۍ کې هېچا ته هم رایه نه ورکوم".

ليلى

دوه دېرش کلنه سلاکاره لیلی تهران کې اوسېږي او وايي چې حسن روحاني ته به رایه ورکوي.

"لومړی مې غوښتل، چې یوه لادیني کس ته رایه ورکړم، چې اقتصادي پروګرام ولري چې له لویو اقتصاد لرونکو او زموږ له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو نیت لري. داسې کس چې ایران ورغوي خو داسې سړی مې ونه موند".

ایران کې تل یا ناسم یا سم سړی د رایو ګټونکی وي. تر هېڅ رایې نه ورکولو خو رایه ورکول ښه دي، نو غواړم چې حسن روحاني ته رایه ورکړم".

"که څه هم هغه په وروستۍ تلوېزیوني مناظره کې په ډاګه ویلي وو، چې له اصلاح غوښتونکو او ایراني ټیکنوکراتانو سره قوي اړیکي لري، خو هغه بیا هم یو مذهبي سړی دی. ایران کې د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن په پراخېدا دی، د ټيټې پوړۍ خلک ورځ تر بلې تر پښو لاندې کېږي. ان ځینې کسان د ناروغۍ پروړاندې د درمل پیسې هم نه لري".

رامين

تر دېرشو کلونو د پورته عمر اکاډیمیک دا مهال استرالیا کې دی، خو وايي ټاکنو کې ګډون نه کوي.

"تر نن وروسته له ایران سره هېڅ اړیکي نه پالم، ایران ته د رای ورکولو لپاره به هېڅلکه ولاړ نه شم".

Image caption د تېر یوه کال په اوږدو کې ایران کې د خرڅلاو کچه ډېره راټيټه شو او اوس د ایران ولس تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی

"له نېکه مرغه له ایرانه استرالیا ته د لوړو زده کړو لپاره فرصت راته پیدا شو، دلته مې دنده هم پیدا کړه. خو د هغو اویا میلیون ایرانیانو په اړه اندېښمن یم، چې ایران کې تر پاتې کېدو پرته بله چاره نه لري".

په ۲۰۰۹ کال کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ډېره لوړه وه، که څه هم ګڼ ځوانان او نجونې له پوهنتونونو فارغ شوي وو. د دوی هیلې دا وې چې کارونه به ومومي، خو دا ناوړه وضعیت ټولو تېر کړ".

"زما د کورنۍ غړي ټاکنې هسې یوه لوبه بولي، هېڅ یو یې پر اوسني سیاست باور نه کوي، له خلکو سیاست هېر شوی، یوازې د خپل ژوند د ستونزو د هواري غم ورسره دی".

"زما همځولي له تهرانه نه شي وتلای. یا به هلته بې کاره پاتې کېږي، یا به د خپلوانو او پلرونو په سوداګریو کې ځانونه بوختوي، دا ټول کسان د پوهنتون اسناد لري".

ورته مطالب