خلیجي هېوادونو پر حزب الله بندیزونه ولګول

د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا
Image caption غړو هېوادونو د حزب الله غړو پر مېشت ځایونو او سوداګریزو راکړو وکړو بندیزونه ولګول.

د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا تکل کړی، چې سوریه کې د مداخلې او د ولسمشر بشارالاسد د پلوي له کبله د حزب الله ډلې پر غړو بندیزونه ولګوي.

عربي هېوادونو د ډېرې مودې لپاره د اسراییلو پرضد له حزب الله ډلې د سپر په توګه ګټه اخیسته، خو عربي ټولنې تېره اونۍ سوریه کې د حزب الله مستقیمه مداخله په سختو ټکو وغندله او دا یې د سوریې د ټوټه کولو او سوریه کې د توکم پالنې یوه دسیسه وبلله.

د دغې شورا شپږو واړو غړو هېوادونو د تېرې دوشنبې په ورځ پر حزب الله ډلې د بندیزونو د وضعه کولو اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان رسنیو یې راپور خپور کړ.

بندیزونه

د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا اعلامیه وايي " د حزب الله ډلې هغه غړي، چې سوریه کې جنګېږي باید د شورا له خوا د بندیزونو په لست کې شامل شي. د هغوی د اوسېدو د ځایونو او سوداګریزو معاملو باید بندیز ولګول شي".

سعودي عربستان او قطر د دغې شورا هغه دوه غړي دي، چې له واکه د اسد د شړلو غوښتنه کوي او د نظام پرضد د پاڅون کوونکو د وسلو ملاتړ هم کوي.

خو د سوري ټلوالې جنګیالي تېره اونۍ هغه مهال له سختو ننګونو سره مخامخ شول، چې د حزب الله جنګیالیو له سوري پوځ سره د هغوی پرضد لاسونه یو کړل.

همدا وو چې د پراخې جنګړې په پایله کې یې له سعودي عربستان سره پر پوله پروت القصیر ښار ونیو.

غوسه

د حزب الله مشر حسن نصرالله تېره اونۍ ویلي وو چې "سوریه او لبنان د سخت دریځو سني اسلامپالو له سخت ګواښ سره مخامخ دي".

په ۲۰۰۰ کال د لبنان له جنوبه د اسراییلو تر اجباري وتلو وروسته، نصرالله په عربي نړۍ کې یو اتل اعلان شو، خو بیا په ۲۰۰۶ کې اسراییلو له نصرالله سره لنډه جګړه وکړه.

خو دا چې اوس سوریه کې د حزب الله جنګیالي جنګېږي، د ټولو عربي هېوادونو غوسه یې راپارولې ده.

بحرین چې د خلیجي هېوادونو د همکارۍ د شورا غړی دی، نصرالله یو "ترهګر" بولي او له حزب الله سره یې د خپلو وګړو پر هر راز اړیکو بندیز لګولی دی.

ورته مطالب