د اړیکو څارنې راز افشا کونکی "بې درکه" شو

Image caption د اېډورډ په وینا له استبداد نه د ازادو خلکو ژغورل یې مسوولیت دی.

د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې هغه پخوانی کارکونکی، هانګ کانګ کې له هوټله بې درکه شوی، چې د امریکا د حکومت له لوري یې د انټرنېټ څارنې په باب معلومات افشا کړي و.

۲۹ کل اېډورډ سنوډن د دوشنبې په ورځ هغه هوټل پرېښود، چې په کې استوګن و او له هغه وروسته نوموړی بې درکه دی، خو داسې باور کېږي، چې لا هم هانګ کانګ کې دی.

له دې مخکې د سي ای اې پخواني مرستیال تخنیکر سنوډن ویلي و، د پرزم نومي پروګرام افشا کولو پرېکړه یې د ټولې نړۍ د خلکو ازادۍ ژغورنې لپاره کړې.

د نوموړي په وینا له استبداد نه د ازادو خلکو ژغورل یې مسوولیت دی.

اېډورډ د امریکا د ملي امنیت د ادارې له خوا په پراخه کچه د ټیلیفون او انټرنېټ څارنې د پروګرام په باب د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و او یادې ورځپاڼې د هغه په غوښتنه د نوموړي نوم افشا کړ.

اېډورډ برتانوۍ ورځپاڼې ته ویلي و، زه نه غواړم داسې ټولنه کې ژوند وکړم، چې په کې دغه ډول کارونه کېږي، زه نه غواړم داسې نړۍ کې واوسېږم، چې زما هر قول او فعل په کې ثبت کېږي.

د یادونې ده، برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین یوه رپوټ کې ویلي و، چې ګواکې د امریکا ملي څارګره اداره، په پراخه کچه د انټرنیټ او ټیلیفون څارنه کوي.

د ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي وو، د څارګرې ادارې د دې پروګرام له مخې د خلکو شخصي ویډیوګانې، انځورونه او برېښنالیکونه کتل کېږي، چې یو شمېر خاص خلک په نظر کې وساتل شي.

له دې وروسته دامریکا د ملي امنیت ادارې مشر جیمز کلیپر منلې وه، چې حکومت له انټرنیټي خدمتونو وړاندې کونکو کمپنیو څخه د مشتریانو د خبرو اترو ریکارډ تر لاسه کوي، خو نوموړي ویلي و، د معلوماتو تر لاسه کولو د پالیسي هدف (یوازې بهرنیان) دي.

Image caption هانګ کانګ کې د میرا هوټل کارکونکي وايي اېډورډ سنوډن د دوشنبې په ورځ دغه هوټل پرېښود.

د هانګ کانګ ځايي ټلویزیون ار ټي ایچ په یوه رپوټ کې د هوټل کارکونکو له قوله ویل شوي، چې نوموړی د دوشنبې په ورځ له میرا نومي هوټل څخه ووت. اېډورډ د مې په ۲۰ هانګ کانګ ته ورسېد او ویل کېږي، چې نوموړی د ۹۰ ورځو ویزا لري.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د امریکا څارګرې ادارې د انټرنیټ د نهو لویو کمپنیو له سرورنو د مشتریانو اړوند معلومات په مستقیم ډول تر لاسه کوي.

دې کمپنیو کې فېس بوک، یوټیوب، سکایپ، ایپل، پال ټاک، ګوګل، مایکروسافټ او یاهو هم شامل دي.

د دې رپوټونو له خپرېدو وروسته د ورلډ وایډ ویب(www) پنځونکي سرټیم برنرز د پرزم پروګرام په باب ناراضي وښووله، ویې ویل د امریکا د حکومت دغه اقدام د بنسټیزو بشري حقونو سر غړونه ده.

ورته مطالب