مصر او ایران: اقتصاد تر سیاست تېز وي

Image caption احمدي نژاد هغه لومړی ایرانی ولسمشر و، چې له لسیزو وروسته یې مصر ته سفر وکړ.

له مصري پاڅونونو وروسته، د قاهرې او تهران ترمنځ اړیکي د تمو موافق ډېر ټینګ شول. د مصر د مخکني ولسمشر حسني مبارک تر لیرې کېدا څو اوونۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځ ته شوه.

د ۲۰۱۱ اپرېل له پاڅون وروسته د مصر د بهرنیو چارو وزیر نبیل العربي د ایران او مصر ترمنځ د اړیکو د بیارغولو خبره وکړه.

څو ورځې وروسته، د مصر د هغه وخت لومړي وزیر عصام شرف د تهران-قاهرې ترمنځ اړیکي ترینګلي وبلل.

له اسراییلو او امریکا سره په سوریه او بحرین کې د ایراني مداخلې پر سر د ایران اړیکي لانور ترینګلي شول.

قاهرې هم په عربي هېوادونو کې ایراني لاسوهنې ته د شک په سترګه وکتل.

د مصر سخت دریځي سلفیان له دې وېره لري، چې ګني ایران د شیعه مذهب د خپراوي په موخه مصر ته هم پام اړولی دی.

د مصر ولسمشر محمد مرسي ایران ته د خپل سفر پرمهال له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره د اسلامي کنفرانس په چوکاټ کې وکتل.

شنونکي د ولسمشرانو دغې کتنې ته له بېلابېلو برخو ګوري، ایران کې د اسلامي انقلاب تر راتلو وروسته د تهران-قاهرې ترمنځ ديپلوماتیک اړیکي ترینګلي شوي وو.

له سیاست ډېره لیرې نه ده، چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکي او راکړه ورکړه هم پیل شوه.

د مصر او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو شورا جوړه شوه.

ایران ته ځینو مصري ديپلوماتانو سفر وکړ، او احمدي نژاد ته یې د اقتصادي همکاریو د شورا جوړېدو وړاندیز وکړ، بیا مصریانو د ایران نظر د قاهرې چارواکو ته ورساوه.

د مصري پلاوي مشر سید عقیلي ویلي وو، چې د دواړو اړخو ترمنځ د ایراني پانګونې پر سر موافقه وشوه، چې د مصر بني سویف ولایت کې به پروژې پیلوي.

که څه هم دغه پروژې تر اوسه په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د مصر او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لام مبهمه ده.

د ایران خبري رسنیو د عربي او افریقايي چارو لپاره د ایران د سواګرۍ د دفتر د مشر حسین حسیني له قوله ویلي، د تېر یوه کال اوږدو کې مصر ته ایراني صادراتو کچه ٪۱۴۰۰ (۴۱۰ میلیون ډالر) ته رسېدلی.

خو د مصر د سوداګرۍ خونه وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۰ او ۳۰۰ میلیون ډالرو ترمنځ ده، چې دا شمېره د حسني مبارک د واکمنۍ پرمهال له شمېرې سره چندان توپیر نه لري.

اقصر او اسوان

خو د مصر او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پرتله د سیلانۍ په برخه کې ډېر پرمختګ شوی، چې له لسیزو راهیسې د لومړي ځل لپاره مصر سږ کال ایراني سیلانیانو ته مصر ته د ننوتلو اجازه ورکړه.

Image caption مصر ته د محمود احمدي نژاد د سفر پرمهال ځینو مصریانو پر هغه د بوټ ویشتلو هڅه وکړه.

که څه هم د دوو میاشتو په لړ کې د سلفیانو د مظاهرو سربېره دغه سوداګري د لنډ وخت لپاره ودرېده، خو په تېره مې کې اقصر او اسوان ته د ایراني سیلانیانو ترمنځ سوداګریز اړیکي بیا پیل شول.

که څه هم مصر کې د ایران مذهبي نفوذ ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، مصر ته د مذهبي سیلانیانو ورتګ چندان پر مصري وګړو ښه نه لګېږي، ځکه چې مصریان وايي، ایراني سیلانیان د حکومت پلوو شرکتونو په مټ مصر ته سفر کوي.

په دغو شرکتونو کې یو هم لاکي ټوورز دی، چې د شرکت یو غړی محمد رضا وايي "مصر کې د ایراني سیلاني اوسط ورځنی عاید د ۲۵۰ او ۲۸۰ ډالرو ترمنځ دی، خو مصر ته د اروپايي سیلاني عاید د ۸۰ او ۸۵ ډالرو ترمنځ دی".

ورته مطالب