د هند مېړوښې کونډې

Image caption له مېړه د اوږد مهال لپاره لرې اوسېدل او دا چې ډېرې نجونې په کم عمر کې میندې شي د حکومت لپاره سر خوږی جوړ کړی دی.

په دې سیمه کې چې اکثریت یې مسلمانان دي، ډېر سړیان د کار لپاره منځني ختیځ ته ځي او ښه زوم هم هغه وي چې په منځني ختیځ کې کار کوي.

حکومتي شمېرې ښيي چې د دې سیمې نژدې ۵۰ سلنه سړیان په متحده اماراتو او نورو عربي ملکونو کې کار کوي.

په کیرالا کې د کار کولو فرصتونه ډېر لږ دي، شمېرې ښیي چې په دې سیمه کې بې کاري تر ملي کچې ۳ برابره زیاته ده او له همدې وجې ډېر ځوانان د کار لپاره منځني ختیځ ته ځي.

دا ډول کړو ډېرې ځوانې ناويانې په روحي ناروغیو اخته کړي او دې ته اړې شوي دې چې بیخي د کونډو په شان ژوند وکړي.

سوجیتا چې د مالاپورم کلي یوه لوړ پوړې حکومتي چارواکې ده، وایي: "د واده کړي ژوند موده په دې سیمه کې ډېره لنډه ده ځکه چې زوم د واده لپاره په خپلو رخصتیو کې راځي او د ۱۵ یا ۲۰ ورځو په ترڅ کې بېرته کار ته روانېږي او بیا له څو کلونو وروسته د یوې میاشتې لپاره کور ته راستنېږي."

د نوموړې په وینا، سره له دې چې په دې سیمه کې د واده کولو قانوني عمر ۱۸کاله دی خو ډېرې نجونې په ۱۵ کلنۍ کې واده کوي او د دوی کورنۍ وایي چې وروسته بیا نه شي کولی په اسانه د هغې لپاره هلک یا زوم پیدا کړي.

له مېړه د اوږد مهال لپاره لرې اوسېدل او دا چې ډېرې نجونې په کم عمر کې میندې شي د حکومت لپاره سر خوږی جوړ کړی دی.

ساجده چې د نیلمبر اوسېدونکې ده اووه کاله د مخه یې واده کړی او اوس یو شپږ کلن زوی لري وایي خاوند یې له واده نه وروسته کویټ ته د کار لپاره تللی دی.

عایشه د کوتکل سیمې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ده چې دوه کاله په خوا واده شوې ده.

هغه وایي خاوند یې په هغو پیسو او سرو زرو چې د دې له کورنۍ یې د ولور په توګه اخیستې وې خلیج ته د کار لپاره لاړ او له هغه وروسته ترېنه هېڅ خبر نه لري.

د دې پلار وایي لور یې له ډېر وخته په روحي ناروغیو اخته شوې ده.

حکومت په دې سیمه کې د دې ښځو د معالجې لپاره چې په روحي ناروغیو اخته شوي صحي کارکوونکي ګمارلې دي.

راملات، د یوه حکومتي روغتون ډاکټر ده او وايي هره ورځ نژدې ۱۰ ناروغان ګوري: "دا ځوانې نجونې چمتو نه دي چې دا ډول جلا ژوند وکړي نو له همدې کبله په روحي او جسماني توګه کړېږي."

دا حالت چې په سیمه کې د "ګلف سندروم" په نامه یادېږي، د دې لامل شوی دی چې ډېرې کورنۍ سره جلا شي.

د هند جماعت اسلامي چې یو ښي اړخی ګوند دی د څو کالو راهیسې د نورو اسلامي ټولنو سره یو ځای کار کوي چې کورنۍ دې ته وهڅوي چې د داسې ودونو مخنیوی وکړي.

د دې ګروپ یو غړی نصیرالدین الونګل وایي د دې ودونو یوازینۍ ګټه دا ده چې یوه ځوانه نجلۍ کولی شي په کم عمر کې یوازې ژوند کولو سره بلده شي.

نوموړي وویل د دوی سازمان هڅه کوي خلک په هند کې دننه کار کولو ته وهڅوي.

ښاغلی الونګل زیاتوي: "په خلیج کې زموږ د سړیانو له مجبوریته ګټه اخیستل کېږي. د دوی پاسپورتونه د کار د خاوندانو له خوا اخیستل کېږي او دوی بیا نه شي کولای په خپله خوښه کور ته ستانه شي. دا سړیان هره ورځ پرله پسې کار کوي چې وکولای شي ډېرې پیسې خپلو کورنیو ته واستوي."

ورته مطالب