د ۹۲ کال ټاکنو اهمیت څه دی؟

اصلي اغېز

عمومي افکار

اصلاح غوښتونکي

ښي اړخي

بنسټ پالونکي

اتومي دوسیه

اصلي اغېز

ایرا حکومت به د عمل کوونکو پړاو ته ننوځي؟

د ایران ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې چې وروستیو څو میاشتو کې کوم بدلونونه راغلي، لاندې درسونه ترې زده کېدلی شي:

* دغه ټاکنې به دا په ډاګه کړي، چې ایا خلک به د رایو صندوقونو ته ولاړ شي، او یا دا چې ملګرتیا به یې د مصلحت پربنسټ ولاړه وي.

* بنسټ پالونکي د هېواد د سیاسي بنسټ یوه پیاوړې څانګه ده. دغه ټاکنې دا په ډاګه کوي، چې دوی دوی د هېواد له نورو ډلو سره څرنګه اړیکي پالي.

* د ټاکنو پایلې به وښيي، چې اصلاح غوښتونکي او منځلاري اصلاح غوښتونکي سیاسي ډګر ته په رامخې ته کېدو کې څومره بریالي دي، او د تېرو ۸۸ کلونو پېښې ترمیم کړای شي.

* په تېرو اتو کلونو کې ښي اړخي ګوند اجرائیه قوه په لاس کې اخیستې وه. اوس به څرګنده شي چې ایا دغه ډله د کورنیو اختلافونو او له بنسټ پالونکو سره د یوه اغېزناکه حضور او اقتدار پر سر لانجې کوي او یا دا چې د دې لوبې ګټونکي به شي.

* د ټاکنو وروستۍ پایلې په په ډاګه کړي، چې ایا د اسلامي جمهوریت نظام یوه نوي پړاو ته ننوځي، او یا لا ډېر عدالت لرونکی دریځ خپلوي، او یا دا چې خپل اوسنی سیاست مخته بوځي.

عمومي افکار

د رایو له صندوقونو سره غوسه، سوله او یا د مصلحت پربنسټ ملګرتیا

دا ډېره ساده خبره ده، چې خلک رایې ورنه کړي، د جمعې ورځې په ټاکنو کې پر کورونو کښیني او د رای اچونو مرکزونو ته ولاړ نه شي.

کولای شي ووايي چې ټاکنې عادلانه او خپلواکې نه دي. د پارلمان رییس او مخکنی لومړی وزیر خپلواک نه دي او غږ یې تر غوږونو نه رسېږي. د سانسور چړه به د رسنیو او خپرنیو پر ورمیږونو کېښودله شي او ګوندونه به د ساه ایستلو زړه هم نه شي کولای.

خو شاید خلک رایه ورکړي، یعنې د جمعې په ورځ د ټاکنو مرکزونو ته ورشي، له حکومت سره پر یوه سند هوکړه وکړي او د رایو په ورکولو سره خپلې ګوتې په رنګ ککړې کړي.

شاید همداسې ووايي، خو ایران پخپل تاریخ کې دیموکراسي، د بشر حقونه او د ټاکنو ازاد او منصفانه قانون نه درلود؟

خلکو تل له دا ډول مسائلو سره تړلې پرېکړې کړې چې یا په کورونو ناست دي او یا وتلي دي. لکه څرنګه چې د ۱۳۳۲ کال کودتا کې په کورونو کېناستل او ۱۳۵۷ کال کې راووتل.

په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کولو انګیزه او تمې یوډول نه دي او نه به وي. ځينې قرآن را اخلي او نوماندان رهبر ته د وفادارۍ سوګندونه کوي.

ځينې اصلاح غوښتونکي په دوو ګامونو مخته او یوه شاته راضي دي. ځینې نور بیا د اسلامي جمهوري نظام له ټول موجودیت او ایډیالوژۍ په تېښته دي.

له دغو درېیو ډلو یوه یې لاهم زړه نازړه ده، او تر وروستۍ شېبې پورې پرېکړه نه کوي، خو شاید ټولنیز مقام یې تر ټولو لوړ وي.

تصمیم له خلکو سره دی. د رایو کچه او ماهیت به وښيي چې ایا خلک د رایو صندوقو ته ورځي او یا سوله کوي او یا دا چې ملګرتیا یې مصلحتي ده.

اصلاح غوښتونکي

ایا اصلاح غوښتونکي سیاسي ډګر ته راستنېږي؟

په دغو ټاکنو کې که په بشپړه توګه ونه وایو، لږترلږه خو د اصلاح غوښتونکو تله درنه ښکاري.

شاید د ښاغلي محسن رضايي په وینا خپل سیاسي درود ختم کړي او یا سوله وکړي، او اصلاح غوښتونکي د سیاست اصلي ټغر ته راستانه شي او نوی پړاو پرانیزي.

شاید دا برعکس هم شي، لکه څرنګه چې د محمد خاتمي او هاشمي رفسنجاني صلاحیت ردېدلو وښوده، چې د حکومت د صبر کاسه ختمه شوې ده، او د جمعې ورځې ټاکنې دا ترینګلتیا لا پسې ډېروي او شاید د ځینو خلکو ساګانې هم ورسره بندې شي.

دا امکان هم شته، چې شاید بنسټ پالان خپل کاږه سیاست ته دوام ورکړي او اصلاح غوښتونکو ته یوازې دا فرصت ورکړي چې د دوی ګټو او مصالحو ته زیان وانه ړوي.

اصلاح غوښتونکي پخپله شاید نه پوهېږي چې کومه سناریو مخته ده، له همدې کبله یې ترمنځ د اختلاف رامنځ ته کېدو وېره شته. دوی نه پوهېږي چې له ټاکنو په ګټې اخیستو سره سیاسي ډګر ته راستنېدل ممکن دي او که نه.

د نوي دولت لومړیو میاشتو کې پر رسنیو د تدریجي فشار کمولو، د ځینو سیاسي بندیانو خوشي کولو او د حزبي فعالینو فعالیت ته د لارې خلاصولو وښوده، چې بدلون راتلونکی دی.

د اصلاح غوښتونکو په کړنو کې په هر صورت یو ډول خطر پټ دی. له یوې خوا شاید حسن روحاني ډېرې رایې وګټي او د ټاکنو پایلو کې "ښاغلی" ثابت نه شي.

خو له بلې خوا، دا احتمال هم شته که چېرې روحاني ډېری رایې خپلې نه کړي، او یا د ټاکنو پایلې د ده په ګټه نه شي، او اصلاح غوښتونکي له راتلونکې ناکامۍ سربېره له سخت فشار سره مخامخ شي.

ښي اړخي

ایا ښي اړخي به واک کې پاتې شي که به راوپرځېږي؟

ښي اړخي هماغه یو خدايي ګوند دی، چې محمود احمدي نژاد یې واک ته رسولی و او په دغو ټاکنو کې یې سعید جلیلي نوماند کړ. په دغه څانګه کې د حکومت ملاتړيو د پايښت د جبهې او ایت الله مصباح یزدي پلوو ګوندونو غړي دي.

که چېرې ښي اړخي ونه توانېږي چې په اجرایه قوه کې پاتې شي، د دغو ټاکنو اصلي ګټونکي به شي.

له ټاکنو مخکې، دغه ډله دوې ټوټې شوه. یوه ډله د حکومت پلویان او د اسفندریا رحیم مشايي ملګري وو او بله ترې د پاښت جبهې ډله شوه، چې نه یوازې له ملګرتیا او مخکني یووالي یې څه په یاد ول بلکې لومړنۍ دله یې منحرفه او له حقه بې برخې بلله.

پخپله د پایښت جبهې هم دوه میلانه پیدا کړل. یو یې تهرانی او بل قمی، چې لومړی یې احمدي نژاد ته نژدې وه.

وروسته تر هغه چې د مشايي صلاحیت رد شو، او احمدي نژاد ونه توانېست کوم کار وکړي، ایت الله علي خامنه اي دغه دوه کسان د یوې سیاسي دوسیې په معنا بند کړل.

د پاښت وضعیت ډېر ښه نه دی. د معنویاتو مشر یې ایت الله مصباح یزدي دی، چې د هغه په وینا له کلونو راهیسې یې د باقري لنکراني د ډېر وړ کاندید نار وهلې، خو دا چې د لنکراني صلاحیت رد شو، مجبور شو د سعید جلیلي ملا وتړي.

دغه داخلي اختلافات او سیاسي تېروتنې نه یوازې د کار ستونزه نه ده، ځکه چې له بنسټ پالانو سره د ښي اړخي ګوند واټن ډېر زیات شوی و.

د اصلو پالانو په استازیتوب سره د علي اکبر ولایتي د سعید جلیلي پرځای د اتومي سیاست کړۍ ته ولوېد باید ددواړو ګوندونو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه.

د پارلمان وروستیو ټاکنو کې هم ښي اړخي ونه توانېدل چې خپل پراخ حضور وښيي، او د بنسټ پالانو یو قوي تشکیل رامنځ ته کړي.

اتومي دوسیه

ایا د اتومي بحران حل مطرح دی؟

د محافظه کارانو له ډلې دوو کاندیدانو د اتومي مسالې په اړه بېلابېل سیاستونه وړاندې کړل. سعید جلیلي د اوسني سیاست د مخته بېولو غوښتونکی دی او علي اکبر ولایتي بیا د جلیلي دریځ په کلکه غندي او هغه یوه نابریالۍ کړنه بولي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ بېلابېل نظرونه دي، که چېرې همداسې دوام وکړي، ښکاري چې شاید ایت الله علي خامنه اي وغواړي چې له اتومي دوسیې ځان لیرې وساتي.

که چېرې داسې وشي، نو امکان شته چې ښاغلی خامنه اي د اتومي ستونزې د حل لپاره دا مساله د عامو خلکو په منځ کې مطرح کړي او د خلکو رایې پرې وغواړي.

په دې صورت کې که چېرې جلیلي له سیالیو شاته شي، نوی دولت، هغه که د بنسټ پالانو په لاس کې وي یا د بدلون غوښتونکو، کولای شي د خبرو په کیفیت کې بدلون راولي.

دې ته په ناپامۍ سره چې څوک به واک ته ورسېږي په ټاکنو کې د خلکو ګډون کول ارومرو اهمیت لري.

که چېرې په ټاکنو کې قاطع اکثریت برخه واخلي د خبرو لپاره به دولت لا ډېر قوي او خلاص لاس ولري.

په خبرې کوونکو کې به ډېری د خبرو مېز ته کښېني او مقابل لوری به په ډېر جدیت سره د هغوی خبرې واوري.

په هر صورت، د اتومي پروګرام پېچلې او لانجمنې موضوع په اړه به د ایران بهرنی سیاست هماغسې پاتې شي.

بنسټ پالان

بنسټ پالان به تر کومه خپل دریځ وساتي؟

بنسټ پالانو تر ډېره د حکومت پر بنسټونو منګولې ټینګې کړې او د حکومت په هېڅ بنسټ کې داسې ځای نه شته چې په راس کې یې دوی حضور ونه لري.

که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې د دوی پر دریځ سخت فشار راغی، نسبتاً د واک، کورني یووالي او د ټولنیز مقام ساتلو کې بریالي هم وو.

هغه څه چې په دې ټاکنو کې به په ډاګه شي، دا دي چې ایا دوی به دا مقام ترکومه حد وساتلی شي او پر وړاندې خنډونه به یې څرنګه لیرې کړي.

سربېره پردې، ټاکنې به وښيي چې دوی تر کومه حده حاضر دي چې په کور د ننه او بهر پخپل اساسي سیاست کې پر خپل دریځ له سره غور وکړي تر څو وکولای شي خپل یووالی وساتلی شي، په حکومت او ټولنه کې خپل موقعیت قوي کړي.

په کورني سیاست کې، د هغوی د اړیکو ماهیت د نا بنسټ پالو یعني له ښي اړخو، منځلارو اصلاح غوښتونکو سره معلومېدی شي.

له ټاکنو وروسته بدلونونه شاید وښيي چې د نا بنسټ پالو پروړاندې به د بنسټ پالو سیاسي صبر او بردباري څومره وي، او ایا دوی به د یوې ازادې سیاسي فضا رامنځ ته کولو ته غاړه کېږدي او ایا د اړیکو د ترمیمولو لپاره به له دغو ډلو سره جوړجاړي ته حاضر شي او که نه.

په اوسنیو شرایطو کې، د بنسټ پالو سیاسي بنسټ د رهبرۍ له کورنۍ، سپاه پاسداران، د روحانیت له کورنۍ، له ځینو بیروکراسي پالانو او هغو کسانو څخه جوړ دی چې حکومت ته نژدې دي.

ښکاري چې دغه ترکیب به بدل شي، مثلاً سپاه به غواړي خپل موقعیت لوړ کړي یا د خصوصي سکتور تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ورته مطالب