سوري یاغیانو ته د وسلو ورکولو اړوند غبرګونونه

Image caption سوریه کې جګړه د روانۍ شخړې د حل لار نه ده.

د امریکا له خوا د سوریې دولت مخالفانو ته نیغ په نیغه د پوځي مرستې ورکولو پرېکړې د نړۍ په کچه قوي غبرګونونه پارولي دي.

روسیې د هغه څه په اړه ژور شک څرګند کړی چې امریکا ویلي د سوریې دولتي ځواکونو کیمیاوي وسله کارولې.

روسیې ویلي یاغیانو ته وسلې ورکول به تاوتریخوالی نور هم پراخ کړي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون بیا بي بي سي ته ویلي د امریکا د دې ارزونې ملاتړ کوي.

ښاغلي کامیرون زیاته کړه برتانیا لا ترواسه د سوریې مخالفینو ته د وسلې استولو پریکړه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په دې اړه خپل غبرګون کې ویلي په سوریه کې جګړه د روانې شخړې د حل لار نه ده.

دغه راز د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګودې ویسترویله ویلي دا موضوع باید د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او راتلونکې اونۍ، د جي اته هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې وڅېړل شي.

" موږ هغه څه چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په اړه دلالت کوي جدي بولو. د پېښو په اړه د معلوماتو شریکو ته به دوام ورکړو. د نویو راپورونو په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر بحث ټینګار کوو او هیله لرو چې ملي امنیت شورا په دې اړه ګډ موقف خپل کړي. جرمني به د سورې په اړه د نړېوال کانفرانس د جوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، آن که د سوریې په اړه د دې ډول کانفرانس دبریالیتوب چانس د اوس لپاره لږ هم وي، موږ باید د سیاسي حل لپاره فشارونو ته دوام ورکړو."

نوموړي زیاته کړې جرمني به سوریې ته وسلې وانه ستوي او هغه چاته یې چې دا کار کوي خبرداری ورکړ چې دا اندېښنه باید ورسره وي چې دا وسلې چېرته کارول کېږي.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د سوریې حکومت تورن کړ چې پر خپلو مخالفینو کیمیاوي وسلې کاروي او دې وسلو کې هغه پیچکارۍ هم شاملې دي چې پر اعصابو اغېز کوي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوې اعلامیې کې راغلي چې استخباراتي معلومات ښيي، تر ۱۵۰ پورې کسان د کیمیاوي وسلو په کوچنیو بریدونو کې وژل شوي.

اعلامیه وايي، داسې باوري شواهد نه شته چې د سوریې مخالفینو دې هم دغه ډول وسلې کارولې وي.

سپینه ماڼۍ وايي له سرې کرښې نه هاخوا ګام اېښودل شوی او ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې چې له یاغیانو سره به لا ډېره پوځي مرسته وکړي.

ورته مطالب