د کویت محکمې د پارلمان منحلولو امر کړی

کویتي پارلمان
Image caption نوی پارلمان د امیر له تعدیل سره سم د ټاکنو له لارې انتخابېږي.

په کویت کې د اساسي قانون محکمې د اوسني پارلمان (ولسي شورا) د منحلولو امر او د تازه ټاکنو امر کړی، خو بدلونونو ته د امیر هغه غاړه اېښودل یې منلي، چې انتخابي نظام به بدلوي.

محکمه وايي، د پارلمان تر منحل کېدو روسته باید د نوي پارلمان لپاره ټاکنې وشي.

د محکمې رییس یوسف المطوع د یکشنبې په ورځ وویل، چې محکمې بدلونونو کې د مخالفانو تورونه رد کړل.

د کویت تلوېزیون ویلي محکمې د امیر له لوري د بدلون چاره منلې ده، چې له مخې به یې پارلماني ټاکنې په راتلونکي دسمبر کې وشي.

خو محکمې د پارلماني ټاکنو د بطلان غوښتنه ځکه رد کړې، چې ''د ټاکنو ملي عالي جرګه ناقانونه ده''.

رپوټونه وايي، چې د کویت امیر صباح الاحمد الصباح د ټاکنو قانون کې تعدیل ومانه، چې پر سر یې لانجې راپورته شوې، همدا وو چې مخالفان یې واټونو ته راووتل.

په ۲۰۰۶ کال کې صادر شوی قانون یوه ټاکونکي ته پارلمان کې د پنځو وکیلانو د ټاکلو اجازه ورکوي، خو په تېر اکتوبر کې د راغلي تعدیل له مخې، دا اختیار تر یوه کاندید پورې محدود شو.

د ملت پالو، اسلامپالو او لیبرالانو په ګډون مخالفان په دې اند دي، چې قانون کې دغه تعدیل ناقانونه دي، او حکومت ته د ټاکنو په پایلو د لوبو کولو امکان ورکوي.

ټلوالې دا هم ویلي، چې د امیر له خوا د محکمې لوري د دغه تعدیل منل کویت کې د پارلماني نظام چپه کولو په مانا دي.

په خلیجي هېوادونو کې تر ډېره کویت کې د وینا ازادي او دیموکراسي ډېر پیاوړي دي، خو د حکومت او ټلوالې ترمنځ وروستیو شخړو یې دا انځور هم خراب کړی دی.

کویت د نړۍ ۶ سلنه تېلو واک لري.

ورته مطالب