مصری ابو اسلام د انجیل سوځولو په تور ۱۱ کاله بندي شو

ابو اسلام
Image caption ابو اسلام د استیناف غوښتنه هم کولی شي.

مصرۍ محکمې یو مسلمان داعي نورو دینونو ته د سپکاوي په تور ۱۱ کاله بندي کړی دی.

پر ابو اسلام تور دی، چې د انجیل یو ټوک یې سوځولی او عامه امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

محکمې دا هم ویلي چې احمد محمود عبدالله چې په شیخ ابو اسلام شهرت لريو د ۱۱ بند سربېره درې زره جنیه (مصري پاونډه) جریمه شوی هم دی.

د محکمې دا پرېکړه نهايي نه ده، بلکې د استیناف غوښتنه هم کولی شي.

محکمې د ابو اسلام زوی هم په اتو کلونو بند او ۲۰۰۰ جنیه جریمې ورکولو محکوم کړی.

پر هغه هم له خپل پلار سره د انجیل سوځونې او نورو دینونو ته د سپکاوي تورونه دي.

د مصر لویې څارنوالۍ ویلي، ابو اسلام ورځپاڼه کې د عیسویانو دین ته سپکاوی کړی او د هغه زوی د امریکا سفارت مخې ته یو انجیل سوځولی دی.

لویه څارنوالي وايي، دا کار د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته د سپکاوي ډک فلم تر خپرېدا او بیا د اسلامي نړۍ په ځینو هېوادونو د تاوتریخجنو مظاهرو پرمهال شوی دی.

محکمې یو خبریال هم په ورته قضیه کې د ښکېلتیا له کبله تورن کړی دی.

ورته مطالب