د مرستیالې فساد د چک لومړی وزیر استعفا ته اړ کړی

Image caption نیکاس ناګیوفا او پنځو نورو ته د متوجه تورونو له ردولو سربېره ویلي "په شخصي ډول، زه منم چې هېڅ ګناه مې نه ده کړې، لکه څرنګه چې زما ملګرو هم تېروتنه نه ده کړې".

د چک جمهوریت لومړی وزیر د خپلې یوې نژدې مرستیالې د فساد او له واکه د ناوړه ګټې اخیستو د تور له کبله استعفا کولو ته اړ شوی دی.

د چک واکمن ایتلاف هڅه کوي، چې د اوسني لومړي وزیر پیټر نیکاس په خوښه د حکومت بل مشر وټاکي.

نیکاس په تېرو څو ورځو کې وروسته تر هغه له سخت فشار لاندې شو، چې لوی څارنوال یې یوه مرستیاله یانا ناګیوفا په فساد او له واکه په ناوړه ګټې اخیستو تورنه شوه.

چارواکو د همدې قضیې په تور، پارلمان کې دوه مخکني وکیلان، یو مخکنی وزیر او د استخباراتو اوسني او مخکني رییسان هم نیولي دي.

د چک ولسمشر میلوش زیمان دغه تورونه، چې د تېرې چارشنبې په ورځ پر تورنو کسانو لګول شوي، "ترټولو ډېر خطرناک" بللي.

څارونکي وايي، ناګیوفا پارلمان کې ځینو مخکنیو وکیلانو ته د بډې په ورکولو تورنه ده، چې په دې سره دې غوښتل، پارلمان کې د څوکیو موندلو سره حکومتي شرکتونو کې خپله ونډه ډېره کړي.

پر ناګیوفا چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د نیکاس نژدې ملګرې او مرستیاله ده، دا تور هم دی، چې پوځي استخبارات یې د پارلمان د دغو دوو وکیلانو د کړنو څارنې ته ګومارلي وو.

سیمه ییزو خبري رسنیو ویلي، چې د ناګیوفا د جاسوسۍ په چوکاټ کې د لومړي وزیر د ښځې رادکا نیکاسوفا د جاسوسۍ خبره هم شوې ده.

Image caption نیکاس په تېرو څو ورځو کې وروسته تر هغه له سخت فشار لاندې شو، چې لوی څارنوال یې یوه مرستیاله یانا ناګیوفا په فساد او له واکه په ناوړه ګټې اخیستو تورنه شوه.

لومړی وزیر له خپلې ښځې په روانه اوونۍ کې جلا شو.

نیکاس ناګیوفا او پنځو نورو ته د متوجه تورونو له ردولو سربېره ویلي "په شخصي ډول، زه منم چې هېڅ ګناه مې نه ده کړې، لکه څرنګه چې زما ملګرو هم تېروتنه نه ده کړې".

دی زیاتوي چې "د دوشنبې په ورځ به زه او حکومت مې استعفا وړاندې کړو".

مخالف "کمونیستي دیموکرات ګوند" ګواښ کړی و، که چېرې نیکاس استعفا ونه کړي، پارلمان کې به د حکومت د باور رایې اخیستو کمپاین وکړي.

ورته مطالب