د هند اتراکنډ کې سیلابونو درانه زیانونه اړولي

Image caption دغه ایالت کې د ورځني ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.

د هندوستان په اتراکنډ ایالت کې له درې ورځنیو پرله پسې ګڼو بارانونو وروسته د درنو تلفاتو رپوټونو ورکړل شوي دي.

ویل کېږي، چې له سیمې تېرېدونکې هغه لارې تړل شوې، چې سیمه کې مذهبي عبادت ځایونو ته غځېدلې دې او د دې لارو په اوږدو کې نژدې ۳۰ زره کسان ایسار پاتې دي.

د رام باړ سیمه کې ۶ جسدونه موند ل شوي او نژدې ۴۰ کسان اوس هم بې درکه دی.

په دهرادون سیمه کې درې کسان تر خاورو خځلو لاندې شوي او په اترکاشي سیمه کې د یو شمېر کورونو نړېدو خبر ورکړل شوی.

بل لور ته په الموړا سیمه کې یو بس ګاډی ګړنګ ته غورځېدلی، چې درې کسان په کې وژل شوي او له روړکي سیمې څخه هم سیلاب کې د یو شمېر کسانو د لاهو کېدو په باب رپوټونه ورکړل شوي دي.

د دغه سیلاب پر مهال د مرستندویه فعالیتونو تنطیمونکي پیوش روتیلا بي بي سي ته ویلي، چې کېدارنات سیمې ته پر غځېدلې هغې لار، چې خلک پرې پیاده تګ راتګ کوی، حالت خورا کړکیچن دی.

د نوموړي په وینا له یو شمېر سیمو سره یې اړیکه پرې شوې او هېڅ نه پوهیږي، چې هلته څه پېښ شوي.

د اتر اکنډ ډېره سیمه غرنۍ ده او په یو شمېر سیمو کې یې له غرونو څخه خاوره ښوېږي، چې تر لاندې پرتو کلیو بانډو لور ته ځي.

Image caption د هوا پېژندنې ادارې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د ورته موسم وړاندوینه کړې.

دغه سیمه کې د هندوانو یو شمېر عبادت ځایونه دي، چې هره ورځ زرګونه خلک ورځي، خو اوس چارواکو له خلکو غوښتي، چې دغه موسم کې سیمې ته له ورتګه ډډه وکړي.

دغه ایالت کې د ورځني ژوند چارې په ټپه ولاړې دي. ویل کېږي، چې سمدلاسه د حالاتو د بدلون تمه هم نه کېږي، ځکه چې د هوا پېژندنې ادارې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د ورته موسم او ګڼ باران وړاندوینه کړې.

د حالاتو کنترولولو لپاره له پوځ نه د مرستې غوښتنه شوې، خو له یو شمېر سیمو سره اړیکې پرې شوې او په باب یې معلومات نه تر لاسه کېږي.

د چارواکو په وینا د باران له درېدو وروسته به کره معلومات تر لاسه شي، چې څومره تلفات اوښتی دي.

ورته مطالب