جي ۸ هېوادونو غونډه کې سوریه د سر موضوع ده

Image caption دې ناستو کې به د جرمني، امریکا، فرانسې، کاناډا، جاپان، روسیې او برتانیا مشران د نړیوال اقتصاد په شمول د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د اتو سترو صنعتي هېوادونو دوې ورځنۍ سرمشریزه غونډه په شمالي ایرلنډ کې پیلېږي. ویل کېږي، چې د سوریې بحران به د دې غونډې مهمه موضوع وي.

ایران کې د نوي ولسمشر په توګه د حسن روحاني ټاکل کېدل د دې غونډې له نورو مهمو موضوع ګانو څخه یوه بله بلله کېږي.

دې ناستو کې به د جرمني، امریکا، فرانسې، کاناډا، جاپان، روسیې او برتانیا مشران د نړیوال اقتصاد په شمول د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړي او نظرونه به شریک کړي.

د سوریې موضوع به د دې غونډې د مهمو خبرو په سر کې ځای ولري، دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او اروپايي هېوادونه د سوري یاغیانو پلوي کوي، خو روسیه بیا د بشارالاسد حکومت ملاتړ کوي.

له دې مخکې پرون " یکشنبه جون ۱۵ " د برتانیا لومړي وزیر ډېوډ کامېرون او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دې اړه سره وغږیدل. له لیدنې وروسته لومړي وزیر کامېرون وویل، " چې له هېچا پټه نه ده، چې دی او پوتین د سوریې په باب اختلاف لري، خو دوی یو ګډ هدف هم لري او هغه دی، د دې بحران پای ته رسول."

پوتین هم وویل د سوري حکومت او یاغیانو لاسونه" په وینو ککړ دي" خو د ده په ویناد سوریې له " قانوني" حکومت سره د روسیې مرستې له هېڅ ډول قانون څخه سر غړونه نه ده.

د برتانیا لومړي وزیر هیله وښوده، چې دغه خبرې به د سوریې د بحران پای ته روسولو په لړ کې مناسب چاپیریال رامنځ ته کړي، چې د دوو کلونو په موده کې یې له کبله نژدې یو لک کسان وژل شوي دي.

سپیني ماڼې د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د بشارالاسد حکومت له لوري د کمیاوي وسلو کارولو له اثبات وروسته به سوري یاغیانو سره د وسلو مستقیمه مرسته وکړي.

ډېوېډ کامیرون هم له سوري یاغیانو سره د اروپایی اتحادیې له لوري د وسلو د مرستو ملاتړ کړی، خو وايي برتانیا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چې سوري یاغیانو ته وسلې ورکړي.

د ایران ولسمشریزو ټاکنو پایلې

ایران کې د نوي ولسمشر په توګه د حسن روحاني ټاکل کېدل بله مهمه موضوع بلل کېږي، چې دغه غونډه کې به پرې خبرې وشي. د هغو احتمالي بدلونونو تر څنګ، چې د ایران په کورني سیاست کې به د ښاغلي روحاني له ټاکل کېدو سره رامنځ ته شي، د سوریې په باب د ایران سیاست هم هغه ټکی دی، چې د غونډې د ګډونوالو پام به ځانته کړي.

لوېدیځ هېوادونه په دې باور دي، چې ایران له بشارالاسد حکومت سره د وسلو او مالي مرستې کوي.

د لبنان حزب الله توند لارې ډلې جنګیالي، چې د سوریې د حکومي ځواکونو تر څنګ د یاغیانو ضد جګړه کوي، له ایران سره نژدې اړیکې لري.

د رسمي غونډې له پیل مخکې ډېوډ کامېرون او باراک اوباما د ایټالیا له لومړي وزیر انریکولتا، د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلامرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند سره ګوري، چې له امریکا سره د اروپا د ازاد تجارت معاهده وارزوي.

د نړیوال اقتصاد په اړه خبرې هم د نن ورځي د رسمي کار په لړ کې یوه برخه ده او په پام کې ده، سبا د مالیو نه ورکړه، "مالي جنتونه" د اتومي وسلو له منځه وړل او له تروریزم سره مبارزې په څېر موضوعات د بحثونو برخه شي.

Image caption نژدې اته زره سرتېري د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

شمالي ایرلنډ ته دا د ولسمشر اوباما لومړی سفر دی. نوموړی به نن سهار بلفاست کې د دغه ځای خلکو ته وینا او ماښام به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ګوښی لیدنه وکړي.

د دغې غونډې لپاره، چې معمولاً له پراخو اعتراضي مظاهرو سره ملې وې، شمالي ایرلنډ کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.

د غونډې ځای شاوخوا ۶.۵ کیلومتره سیمه په ۳ متر لوړ اوسپنیز تار پوښل شوې او نژدې اته زره سرتېري د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

ویل کېږي، چې نژدې ۲۰۰۰ کسان به د غونډې ځای ته څېرمه اعتراضي غونډه وکړي.

د شمالي ایرلنډ پولیس مرستیال آلیسټر فینلي وايي " پولیس د هر څه لپاره چې ورسره مخامخ شي، چمتو دي او موږ هڅه کوو، چې هر څه به سوله ییز وي."

ورته مطالب