د هند شمال کې ګڼو بارانونو د سر او مال زیانونه اړولي

Image caption د هندوانو د یوه عبادت ځای چاردهام لارې تړلې شوې.

د هندوستان په شمال کې ځايي چارواکي وايي، د موسمي ګڼو بارانونو او سیلابونو له امله تر اوسه ۱۳۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور بې درکه دي.

اوس هم په یو شمېر سیمو کې ګڼ کسان ایسار پاتې دي او مرستندویه فعالان د پوځیانو په مرسته دې کسانو ته د مرستو رسولو هڅې کوي.

دوه غرني ایالتونه هماچل پردېش او اتراکنډ تر ټول ډېرې ځپل شوې سیمې دي. اتراکهنډ ایالت کې د بېړنیو مرستو ادارې منلې، چې ۵۴ کسان وژل شوي، خو د ګړووال سیمې یو افسر سوردهن وايي د وژل شویو شمېر له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې رسېږي. ۔

د بېړنیو مرستو ادارې مسوولین وايي د هندوانو د یوه عبادت ځای چاردهام لارې تړلې شوې، چې له کبله یې نژدې ۷۰ زره هغه کسان، چې دغه عبادت ځای ته تللي وو، ایسار پاتې دي.

یوه ځايي چارواکې سیمې ته له تلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې د عبادت ځای په شاوخوا کې یې ۵۰ جسدونه لیدلي دي.

د سې شنبې په ورځ د باران له تم کېدو وروسته مرستندویه فعالیتونه هم چټک شوي دی. تر ۱۲ پورې چورلکې په مرستندویه فعالیتونو کې برخه اخلي او ویل کېږي، چې نن چهارشنبه به ۱۰ نورې چورلکې هم سیمې ته واستول شي.

د کورنیو چارو فدرالي وزیر ار کي سنګ د سې شنبې په ورځ ډیلي کې خبریالانو ته وویل، چې په سیلاب ځپلو ایالتونو، هماچل پردېش او اتراکجنډ ایالتونو په لرې پرتو سیمو کې له چورلکو څخه خواړه، درمل او کمپلې غورځول کېږي.

د شمالي هند په غرنیو سیمو کې د ګڼو بارانونو له کبله په پلازمېنه ډيلي کې هم اغېز لیدل کېږي.

جمنا سیند کې اویه د خطر له کچې لوړې روانې دي، ځکه په ډیلي کې هم د سیلاب خطر شته، د ښار په ژورو ختیځو سیمو کې اوسېدونکي نورو سیمو کې کمپونو ته لېږدول کېږي.

.

ورته مطالب